ژوند او روغتیا؛ د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل مو له روغتیا سره څه کوي؟

ایا د شپې تر ناوخته په ټلیفون کې بوخت یاست او خوب مو نشته؟ که ځواب مو هو وي نو روغتیا مو له ګواښ سره مخ ده. که تاسو د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدلو عادت لرئ، نو د بریټانیا یوه طبي څېړنه ښیي چې دا عادت کولی شي تاسو د ډیپریشن (خپګان) په څېر د عام رواني ناروغۍ ښکار کړي.

تر دې وړاندې هم څېړنو ښودلې هغه کسان چې د شپې ناوخته ویده کېږي، د سهار وختي ویښېدونکو په پرتله، د ډیپریشن د نښو نښانو له زیات ګواښ سره مخ دي.

د دې څېړنې لپاره، څېړونکو د ۵۴۶ د پوهنتون له زده‌کړیالانو څخه معلومات په انلاین توګه د پوښتنلیکونو له لارې ترلاسه کړل.

د څېړنې پر مهال، له دې محصلینو څخه د دوی د خوب د عادتونو، منفي فکرونو، ډیپریشن او اضطراب (انزایټي) د کچې په اړه معلومات وغوښتل شول.

څېړنه ښيي چې د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدونکي کسان د ډیپریشن له ګواښ سره ډېر مخ دي.

د څېړنې له مخې، دا د خراب خوب، تر ناوخته د ټلیفون استعمال، د ناوخته ویښېدو پر مهال د ناسمو خوړو خوړل او منفي فکرونو د زیاتېدو له امله رامنځته کېږي.

که څه هم دا څېړنه تر یوې کچې محدوده وه، خو څېړونکي وايي چې پایلې دا ښيي چې د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدل د ډیپریشن سره تړاو لري، په ځانګړې توګه که د خوب کیفیت خراب وي.

دوی زیاتوي د اوسنۍ زمانې ډېری ځوانان ذهني ستونزو سره مخ دي، چې یو لوې لامل یې د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل دي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې د امریکا د سټینفورډ پوهنتون یوې څېړنې هم ښودلې وه چې د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدونکي کسان له روحي ناروغیو له زیات ګواښ سره مخ وي.

یادې څېړنې ښودلې وه چې که تاسو د شپې ناوخته ویښېږئ، نو د ذهني او رواني ناروغیو احتمال مو زیاتېږي، حتی که ۷یا ۸ ساعته خوب هم وکړئ.

په دې څېړنه کې نږدې ۷۴زره منځني عمر لرونکي کسان شامل وو، چې له هغوی ۱۹ زره د سهار وختي ویښېدل، ۶۸۰۰ د شپې ناوخته ویده کېدل او نور یې د دې دواړو ترمنځ وو.

د دوی د خوب د څار لپاره، ۷ورځې د فعالیت څارونکي وسایل ورکړل شول او د دوی د خوب د عادتونو اغېز د ذهني روغتیا سره پرتله شو.

پایلې وښوده چې د شپې ناوخته ویښېدونکي کسان د ډیپریشن او اضطراب (انزایټي) له ګواښ سره ډېر مخ دي.

په حقیقت کې، دا ډول کسان د سهار وختي ویښېدونکو په پرتله ۲۰ تر ۴۰ سلنه زیات د ډیپریشن او اضطراب د تشخیص ګواښ سره مخ دي.

همداراز، څېړنه ښيي چې د شپې وختي ویده کېدونکي او سهار وختي ویښېدونکي کسان تر ټولو ښه ذهني روغتیا لري، خو که دوی د مجبوریت له مخې ناوخته ویښ پاتې شي، نو ذهني روغتیا یې اغېزمنېږي.

څېړونکي وايي، دا ښکاره ده چې د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدل د ذهني روغتیا لپاره تاوان لري، خو لا تر اوسه یې دقیق علت معلوم نه دی.

دوی زیاتوي، ممکنه ده چې د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدونکي کسان زیاتره د تمباکو څکلو او زیاتو خوړو عادت ولري، چې دا د بدن ترڅنګ مغز هم زیانمنوي.