د پاکستان کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د افغان تابعیت لرونکو د بېرته ستنېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی. هغه وویل چې د کډوالو د جبري ستنېدو د بهیر په اړه کور په کور معلوماتو ورکړ شوي دي.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د وري په اتمه، یوه غونډه جوړه کړه چې موخه یې "د کډوالو د بیرته ستنېدو لپاره د هڅو پرمختګ او د یوې شفافې پروسې د یقیني کولو لپاره د حکومت د ستراتیژۍ ارزونه ده."

محسن نقوي په دې کتنه کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وکړه او ویې ویل چې دغه بهیر به د فدرالي او دولتي ادارو په پوره همکارۍ سره عملي شي.

د سما ټلویزیون د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اخراج په بهیر کې له کډوالو سره د دوستانه چلند پر اهمیت ټینګار کړی. نوموړي د دې پروسې د شفافیت لپاره د څارنې د کمېټې د جوړولو اعلان هم وکړ.

په دې غونډه کې نورو پاکستاني چارواکو هم د دې پروسې د عملي کولو لپاره پر دوامداره همغږۍ او اړیکو ټینګار کړی دی. د پاکستان د حکومت له خوا له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل به په دوو ورځو کې بشپړ شي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري سنتېدنه دوام لري دغې چارې جدي اندېښنې راپورته کړي. تر دې مخکې ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د هېواد امنیتي ځواکونو ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او ۲۱۳ کسان یې افغانستان ته جبري ستانه کړي.