د اوکراین د ولسمشر حیرانوونکې وړاندوینه: پوتین به ژر ومري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي یوه ټکان ورکونکې وړاندوینه کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به ژر مړ شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وړاندوینه کړې، چې د پوتین روغتیا مخ په خرابېدو ده او ډېر ژر به مړ شي.

زېلېنسکي زیاته کړه چې پوتین تر خپل مرګ پورې په واک کې پاتې کیدل او له لویدیځ سره مستقیمه مقابله غواړي.

د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې ولې باور لري د روسیې ۷۲ کلن ولسمشر د خپل ژوند د پای ته رسېدو په حال کې دی.

باید یادونه وشي چې له څو کلونو راهیسې د پوتین د روغتیا په اړه ډېرې ګنګوسې روانې دي، په تېره بیا وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ. خو کرملین په مکرر ډول دا اوازې رد کړې او همدا ډول د پوتین د خرابې روغتیا په اړه کوم کره شواهد نشته.

د اکتوبر په میاشت کې، د پوتین هغه انځورونه خپاره شول چې دا په‌کې له خپلو سرتېرو سره ویني، په هغې انځورونو کې د پوتین لاسونو کې زخمونه ښکاري، دغو انځورونو داسې ښودلې چې پوتین د سرطان درملنه کوي. خو تر اوسه، د دې نښو اصلي لامل روښانه نه دی.

د دې تر څنګ داسې اوازې هم خپرې شوې، چې پوتین ښايي فالج او یا د پارکینسن په عصبي ناروغۍ اخته وي.

د پوتین په اړه د زېلېنسکي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روسیې او اوکراین پلاوي د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د ټرمپ د ادارې له چارواکو سره تر خبرو وروسته په تور سمندرګي کې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د پای ته رسولو او اوربند موافقه وکړه.

یاده دې وي چې په ۲۰۲۲ کې د روسیې یوه استخباراتي چارواکي ادعا کړې وه چې ولسمشر پوتین به یوازې ۳ نور کاله ژوند وکړي ځکه کوم سرطان چې هغه کې تشخیص شوی و په چټکۍ سره وده کوي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو یوه افسر ادعا کړې چې پوتین ورځ په ورځ د سترګو لید له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې سرطان به هغه په درې کلونو کې له منځه یوسي.