شاه رخ خان ولې د شپې یوازې درې ساعته خوب کوي؟
دهندي سینما (بالیووډ) بادشاه، پېژندل شوي فلمي ستوري شاه رخ خان په خپله مرکه کې اعتراف کړی چې په شپه کې یوازې له ۲ تر ۳ ساعتونو خوب کوي. په یاد مو وي چې ډاکټران وایي له شپږو ساعتونو کم خوب روغتیا ته تاوان رسوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د شاه رخ خان د تېرې مرکې یوه ویډیو خپره شوې، چې پکې د نورو په زړه پورې موضوعاتو تر څنګ، نوموړي د شپې د خوب او یوازیتوب په اړه پکې خبرې کړي دي.
په دې وروستیو کې شاه رخ خان د بالیووډ د وتلي فلمي ستوري انوپم کهیر په پروګرام کې د مېلمه په توګه ګډون کړی و، چې ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.
په پروګرام کې د یوې پوښتنې په ځواب کې شاه رخ څرګنده کړه چې زه ټوله شپه ډېر لږ خوب کوم، له همدې امله د شپې ډېر یوازیتوب احساسوم.
په دې مرکه کې شاه رخ ویلي وو چې زه په شپه کې یوازې له ۲ تر ۳ ساعتونو خوب کوم، ښايي همدا لامل وي چې د شپې د یوازیتوب احساسوم.
د بالیووډ بادشاه په وینا، "زه باور لرم چې تخلیقي خلک د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کیږي، د شپې په خاموشۍ کې، د دوی زړونه او ذهنونه د هغو شیانو په اړه فکر کوي چې موږ زیات وخت د ورځې په رڼا کې نشو کولی".
شاه رخ د خپل ځان په اړه د خبرو پر مهال ویلي، چې زه هم د شپې یوازې ناست یم، یو څه لولم یا لیکم او کله چې څه نه وي تلویزیون ګورم، خو دا منم چې د شپې چوپتیا د یوازیتوب احساس را کوي.
یاده دې وي چې طبي څېړنو ښودلې چې له شپږ ساعته کم خوب د روغتیا له پاره ښه ندی او باید له شپږو تر اته ساعتونو پورې خوب د انسانانو د روغتیا لپاره خورا مهم دی.