د پښتونخوا په لکي مروت کې ۷ پاکستاني سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د ټي ټي پي پرضد عملیاتو کې اووه سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. سرچینې وايي په دې پېښه کې اته وسلوال هم وژل شوي دي.
خراسان ډایري د سیمه يزو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې پاکستاني پوځیانو د جمعې په سهار وختې په دغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان پر یوه پټنځی عملیات پیل کړل، خو د دواړو لوریو ترمنځ نښته پیل شوه، چې په پایله کې یې پنځلس پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سرچینو په خبره اوس هم په سیمه کې عملیات دوام لري او پکې ۸ پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو او خپل لوريو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.