ټرمپ ته د سومالیا ولسمشر لیک: غواړم د خپل هېواد څو هوايي اډې په واک کې درکړم
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سومالیا ولسمشر حسن شېخ محمود د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک لیکلي، هېواد یې چمتو دی چې متحدهایالاتو ته د څو ستراتیژیکو هوايي اډو او بندرونو واک وسپاري.
محمود د امریکا ولسمشر ته دا لیک د روانې مارچ میاشتې په۱۶مه لیکلی چې پهکې بالدوګول او بېربرا هوایي اډې، همداراز بېربرا او بوساسو بندرونه هغه ستراتیژیکي سیمې دي چې نوموړی غواړي واک یې متحدهایالاتو ورکړي.
د رویټرز اژانس په راپور کې راغلي چې دغه اډې او بندرونه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي په دې حساسو سیمو کې متحدهایالاتو ته چټک فرصت په لاس کې ورکړي او ورته مهال په دې حیاتي دهلیز کې د بهرنیو سیالانو او مخالفانو د حضور مخه ونیسي.
د بېربرا بندر او هوايي اډه چې په جلا شوې «سوماليلېنډ» سیمه کې موقعیت لري، ځانګړې پاملرنه ځانته اړولې ده.
د یادونې ده چې له سومالیا څخه دغه جلا شوې سیمه ځان یو خپلواک او ډېموکراتیک هېواد بولي، خو د دغه هېواد د مرکزي دولت لهخوا په رسمیت نهپېژندل کېږي.
بلخوا د سوماليلېنډ د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن طاهر عدن د سومالیا ولسمشر د دغه وړاندیز په غبرګون کې ویلي چې متحدهایالات نور د سومالیا پر فاسد رژیم باور نهکوي او اوس چمتو دی له سوماليلېنډ سره کار وکړي.
د سومالیا الشباب او په سیمه کې د نورو وسلهوالو او افراطي ډلو ګواښونو، امریکا متحدهایالات دې اړ کړې چې په افریقا کې د پوځي او هوايي اډو په لټه شي.
دا وړاندیز داسې مهال کېږي چې امریکا متحدهایالات په دې وروستیو کلونو کې هڅه کوي په افریقا کې خپل رول پیاوړی کړي.