د بلوڅ لاریونکوونکو ځپل؛ له ۲۵۰ ډېر کسان ونيول شول
د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان ملي ګوند یا بياېنپي مشر اختر مېنګل وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په لکپاس تونل سیمه کې د بلوڅ سولهییزو لاریونکوونکو په منځ کې اوښکې بهونکی ګاز پاشلی او له ۲۵۰ ډېر کسان یې نیولي دي.
نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه ګوند سلګونه بلوڅ پلویان له کوم دلیل پرته نیولي او بندیان کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې د یاد ګوند لاریونونه په بشپړه توګه سولهییز او د بلوڅانو غوښتنې د بشري اصولو او قانوني حقونو پر بنسټ دي.
د بلوچستان د ملي ګوند مشر د پاکستان امنیتي ځواکونو دا اقدام غندلی د ولس د اعتراضونو د غږ خاموشهکولو هڅه یې بللې ده.
د هغه په وینا، د لاریونکوونکو مهمې غوښتنې دا دي چې د پاکستاني پوځ له بندخونو څخه دې ټول معترضو کسان، په ځانګړې توګه بلوڅ مېرمنې سملاسي خوشې شي.
د بلوچستان ملي ګوند مشر وايي، د بلوڅ مېرمنو له خوشېکېدو پرته به هېڅ ډول خبرېاترې یا تړون نهمني او خبرداری ورکوي چې د پاکستاني دولت لهخوا د ځپلو هر ډول زیاتوالی به یوازې د ولس غوسهکېدو او د لاریونونو د پراخېدو لامل شي.
د بشري حقونو یو شمېر بنسټونوله بلوڅ لاریونکوونکو سره د پاکستان امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندلی او د دغه هېواد پر دولت یې غړ کړی چې د خلکو د ربړولو او ناقانونه نیولو پر ځای د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره مذاکراتو او سولهییز حل ته لار هواره کړي.
پرون د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان امنیتي ځواکونو لهخوا د بلوڅ فعالانو نیولو ته د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګدااقدامد بلوڅ ټولنې پر وړاندې د پاکستاني پوځ منظم برید بللی دی.
په بلوچستان کې د بلوڅو ولسي لاریونونه وروسته له هغې شدید شول چې پاکستاني پوځ د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ او سمي دین بلوڅ ترڅنګ یو شمېر بلوڅ معترضاننیولي دي.