اسماعېل یون: د «بوشکو او بم سړی باید د لوړو زدهکړو وزیر» نه وای
د طالبانو لهخوا د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د استادۍ له دندې تر ګوښهکېدو وروسته محمداسماعېل یون له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکه کې د دغې ډلې د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم ته په اشارې وايي چې د «بوشکو او بم سړی باید د لوړو زدهکړو وزیر» نه وای.
هغه د پنجشنبې په ورځ (د کب ۷مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په راس کې نامسلکي کسان ګمارلي او یو وار بیا یې ټینګار کړی چې نوموړې ډلې کابل پوهنتون پر یوې «دیني مدرسې بدل» کړی دی.
د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي مخکېنی استاد چې دا مهال په ترکیه دی، په دې مرکه کې وویل: «د بم او بوشکو سړی باید د لوړو زدهکړو وزارت په راس کې نه وای راغلی. د صحت وزیر باید ډاکټر او د فواید عامې وزیر باید انجنیر وای. طالبان چې نامسلکي کسان د لوړو زدهکړو وزارت په راس کې راولي دا د انتقاد وړ ده.»
د ښاغلي یون په اند، دا وضعیت اوس مهال نه یوازې په کابل پوهنتون، بلکې په ټولو علمي مرکزونو کې حاکم دی او د طالبانو عمومي سیاست دا دی چې علمي مرکزونه پر مذهبي مدرسو بدل کړي.
هغه همداراز په دې مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې طالبانو ته د امنیت په برخه کې ۹۵، خو د زدهکړو په برخه کې بیا صفر نمرې ورکوي او زیاتوي چې د عصري علومو او ښځو حقونو په ګډون د دغې ډلې ځيني سیاستونه د منلو نه، بلکې د غندلو وړ دي.
هغه وویل: «په هر ترتیب چې وي طالبان باید د خویندو [ښځو] حقونه ورکړي. زدهکړې د ښځو او نارینهوو حق دی او طالبان دا حق نهلري چې د ښځو پر مخ د زدهکړې دروازې بندې کړي.»
ښاغلي یون له افغانستان انټرنشنل سره په خپلې تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د نوموړي د ګوښهکېدو اصلي لامل دا و چې هره ورځ پوهنتون ته نه شو تللی او طالبانو هغه د دوامداره غېرحاضرۍ له وجې له دندې ګوښه کړی دی.
د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي مخکېنی استاد محمد اسماعیل یون تېره اونۍ له استادۍ څخه تر ګوښهکېدو وروسته د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې ویلي و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهسیې د کابل پوهنتون د محصلینو شمېر له ۳۸ زرو څخه ۱۴ زرو ته ټيټ شوی دی.
همداراز، هغه وخت ښاغلي یون د کابل پوهنتون پر تدريسي بهير، ادارې برخې او د پوهنتون پر وضیعت توندې کړې وې.