بيبيسي: د ښوونځیو تر بندېدو وروسته مدرسې ډېرې شوې او افغان نجونو ورته مخه کړې ده
په افغانستان کې د نجونو لپاره د رسمي ښوونځیو بندېدو وروسته د ديني مدرسو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. د بيبيسي انګریزي څانګې د راپور له مخې، دغه مدرسې تر ډېره دیني زدهکړو ته ځانګړې شوې او اوس د ډېرو افغان نجونو لپاره د زدهکړو یوازینۍ لاره ګڼل کېږي.
د زدهکړو نړۍوالو سازمانونو، د ماشومانو د ملاتړ ادارو او د بشري حقونو مدافعینو له اندېښنو سره، سره طالبان لا هم د نجونو پر مخ د رسمي زدهکړو دروازې تړلې ساتلي دي او پر ځای یې د ديني زدهکړو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شوی؛ خو دا څلورم کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې د رسمي ښوونځیو له زدهکړو بې برخې شوې دي.
د بيبيسي د معلوماتو له مخې، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې په بې سارې توګه سلګونه زره نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
۱۵ کلنه امنه چې مخکې یې د ډاکټر کېدو هیله لرله، وايي: «زما ټولې هیلې بربادې شوې. پلار مې راته وویل، چې ښوونځي بند شوي، ډېره خوابدی شوم. ما غوښتل زدهکړې وکړم؛ خو اوس د دې فرصت نه لرم.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د راپور له مخې، د طالبانو د دغه بندیز له امله له یو مېلیون څخه زیاتې افغان نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي او هیڅ داسې نښې نشته چې طالبان دې خپله تګلاره بدله کړي.
د بيبيسي راپور کاږي، چې ډېرې کورنۍ خپلې لوڼې ديني مدرسو ته لېږي؛ ځکه چې د زدهکړو نورې دروازې بندې دي.
ځنې مدرسې یوازې دیني زدهکړې وړاندې کوي؛ خو ځینې نورې مدرسې بیا د ریاضیاتو، ساینس او ژبو درسونه هم لري.
د کابل په یوه کوچنۍ ديني مدرسه «الحدیث» کې چې په یوه تیاره او سړې ځمکتلې کې جوړه شوې، ۲۸۰ نجونې پکې پر زدهکړو بوختې دي. دغه مدرسه د امنې ورور حمید پرانیستې.
هغه وویل« کله چې ښوونځي بند شول، زما خور ډېره خپه شوه. د زړه جراحي یې ارمان و؛ خو دا هیله یې له منځه ولاړه. خو کله چې د قابله ګۍ او لومړنیو طبي مرستو زدهکړو ته چانس پیدا شو، بېرته یې هیله ترلاسه کړه».
د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، ځینې ديني مدرسې د طالبانو د اېډیالوژۍ د خپرولو وسیله ګرځېدلې دي.
د راپور له مخې، د طالبانو لهخوا چمتو شوي ځیني درسي کتابونه پوځي او سیاسي منځپانګه لري چې د افراطي فکرونو د پراخېدو لامل کېدای شي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ خبرداری ورکړی، چې د محدودو زدهکړو سېسټم، بې کاري او فقر د افراطي افکارو پراخوالو ته لارې چارې برابرولی شي.
هغه ویلي، چې دغه حالت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښونه پېښولای شي.
د ښوونځیو او پوهنتونونو تر بندېدو وروسته طالبانو تېر کال د نجونو لپاره پر طبي زدهکړو بندیز ولګاوه.
ځینو ديني مدرسو هڅه وکړه، چې د قابله ګۍ او طبي زدهکړو کورسونه چمتو کړي؛ خو طالبانو پرېنښودل.
د کابل په یوه بله ديني مدرسه «شیخ عبدالقدر جېلاني» کې له ۱۸۰۰ څخه زیاتې نجونې او ښځې چې له ۵ کلنۍ تر ۴۵ کلنۍ پورې عمرونه لري زدهکړې کوي.
دغه مدرسه علمي کچې ته د کتو پر ځای د عمر پر بنسټ زدهکړې تنظیموي؛ خو د بيبيسي د راپور له مخې، دا مدرسه د تدریسي وسایلو او اساسي امکاناتو له کمښت سره مخ ده.
د دې مدرسې مدیر محمد ابراهیم بارکزی وایي:« موږ د دیني زدهکړو تر څنګ علمي مضامین هم تدریسوو.».
طالبانو ادعا کړې، چې په دیني مدرسو کې درې مېلیونه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي او څو، څو ځله یې ژمنه کړې چې ګوندې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانېزي؛ خو لا یې هم پر دغو ژمنو عمل نه دی کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د نجونو د ښوونځیو او پوهنځيو زدهکړو مسله لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.
لا هم داسې هیلې نشته، چې ګني نجونې به د طالبانو تر واک لاندې بېرته خپلو زدهکړو ته ستنې شي.