د طالبانو او امریکايي پلاوي مذاکرات؛ د پردې تر شا روایت بل څه دی؟
کابل ته د امریکايي پلاوي د وروستي سفر په هکله طالبانو داسې وښودله چې دغه پلاوی یوازې د یوه یرغمل شوي امریکايي جورج ګلزمن د خوشېکېدو لپاره تللی و، خو نه دا خبره بل ډول ده. د طالبانو او امریکا د استخباراتو او چارواکو تر منځ داسې راشهدرشه له کلونو راهیسې روانه ده.
د جمهوریت له سقوط وروستهپه متحده عربي اماراتو او قطر کې سراجالدین حقاني، عبدالحق وثیق او ملا یعقوب په وار-وار له امریکايي استخباراتي او لوړپوړوچارواکو سره نېغ په نېغه لیدنې کړې دي. په دې بحث نه کوو چې طالبانو د جمهوریت په دوره کې د امریکا ښکاره ستراتیژیکې اړیکې اشغال ګاڼه او د افغانانو وینې یې تویولې. د دوی لپاره دا هر څه روا او نورو لپاره ناروا وو.
د همدې لیدنو پر بنسټ، د طالبانو او امریکا تر منځ اړیکې په ښکته کچه هم په تېرو څلورو کلونو کې دوام درلود او د همکارۍ پر بنیاد د ډالرو کڅوړې هره اوونۍ طالبانو ته ورکول کېدې. دغه امریکایي یرغمل شوی بندي هم کابل ته په یو ځل تګ نهدی خوشې شوی او نه هم امریکا د یوه بندي د خوشېکېدو لپاره دومره یو مهم پلاوی کابل ته لېږه.
د پردې تر شا ډېرې نورې خبرې او هم د طالبانو تر منځ د خپلمنځي رقابتونو بېلګې پهکې ښکاري.
د یوې باوري سرچنې له قوله ډېر کلونه مخکې، امریکا دې ته حاضره وه چې که حقاني شبکه ورسره همکاري وکړي، نو دوی به د دغې شبکې مشران د امریکا له تور لېست نه وکاږي. داسې ښکاري چې د امریکا او حقاني شبکې تر منځ اړیکه په کابل کې د ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته ښې شوې او ښايي پاکستان هم د دغه اړیکو په جوړېدو کې مهم رول لوبولی وي.
بلخوا، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی له امریکا څخه غوښتي چې خپل سفارت په کابل کې پرانېزي او هم دوی ته د واشنګتن دفتر تسلیم کړي، خو د طالبانو ویاند بیا دا ونه ویل چې د امریکا متحدهایالاتو شرایط څه دي او مقابل کې هغوی کومې غوښتنې له دوی څخه لرلې؟
یوازې د یو یرغمل شوي امریکايي په خوشېکېدو، د مثبت تأمل لاره نهشي خلاصېدلی. مهمه مساله دا ده چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو په چلندیا تګلاره کې څه تغیر راځي او له خپل ولس سره څه ډول مثبت تأمل ته لار پرانېزي، تر څو د یوه مشروع او قانونمند حکومت جوړېدو ته زمینه برابره او د نفې او انحصار قدرت سیاست لهمنځه لاړ شي.
طالبان او یا د طالبانو مخالفان که د هر پلاوي تګ او راتګ ته خوشالي یا خپګان ښکاره کوي او د نورو ترحم ته هیلهمن وي، ښه به دا وي چې ټولې خواوې په ګډه د نظام د مشروعیت لپاره مثبت قدمونه پورته کړي.په ټاپو لګولو، خپل ولس او خلکو ته په سپکه سترګه کتلو، نور نفې کول او انحصاري قدرت ته دوام ورکول افغانستان له انزوا حالت څخه نهشي را اېستلی، بلکې هېواد نور هم د نورو د ګټو لپاره د نیابتي منفي رقابتونو په مرکز بدلیدلای شي.
په افغانستان کې د نامشروع، ناقانونه او غېرولسواکه حکومت په حضور کې د هېواد اقتصادي ماشین ورځ تر بلې منجمد او خرابېږي، سوداګر او ولس به نور هم له ګڼو ننګونو سره مخامخ کېږي.
بانکي سېسټم به فلج وي، فزیکي او بشري پانګه به له افغانستان څخه تېښته کوي، ښوونیز سېستم به لا نور فلج کېږي او بېوزلي به ورځ تر بلې زیاتېږي. حقیقت دا دی چې بېوزله ملت هېڅکله نهشي کولاې ازادي ولري او نه یې هم استقلالیت خوندي کېږي.
افغانستان به د نشهيي توکو د مافیا مرکز او ترهګریزوډلو ځاله وي. که یو قانوني حکومت نه وي، هېواد به د سیمهییزو او نړۍوالو رقابتونو پر مرکز بدل شي.په دغه رقابتونو کې به افغانان د سون توکو په څېروسوځي، یوه ډله به رامنځته کېږي او له بلې ډلې سر به اخته او یو پر بل لهمنځه وړل کېږي.
لکه څنګه چې پخواني حکومتونه په مجاهدینو، مجاهدین په طالبانو، طالبان په نیکټايي دارانو او چپن داره مجاهدینو او نورو ډلو او هغوی بیا د طالبانو په پر مټ له منځه یوړل شول. که حالات همداسې دوام وکړي، دا ځل به بیا طالبان په نیکټايي دارانو مجاهدینو يه دویم نسل او نورو جنګي او افراطي ډلو له منځه یوړل شي او افغانان به بیا لهیوه سوري څخه چې څو ځلې مخکې هم چیچل شوي، بیا چیچل کېږي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.