د امریکا په ټکساس کې یوه افغان کډوال بل افغان وژلی

د امریکا په ټکساس ایالت کې د افغانانو ټولنې یوه غړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د چار شنبې په ماښام په هیوسټن ښار کې یوه افغان یو بل افغان کډوال په خپل دفتر کې وژلی.

ځايي سرچیني وايي، چې د عبدالرحمن نیازي په نوم یو افغان د چار شنبې په ماښام په خپل کاري دفتر کې د مسیح الله ساحل په نامه بل افغان کډوال له خوا وژل شوی.

د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې مېشت یو افغان وايي، چې د قاتل نوم مسیح الله ساحل دی او عبدالرحمن نیازی یې په خپل کاري دفتر کې وژلی دی.

د سیمي اوسیدونکي وايي، پولیسو د عبدالرحمن د وژنې په تور مسیح الله ساحل د پیښې په ځای کې نیولی.

پولیسو د عبدالرحمن نیازي د وژل کېدو د پېښي د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي خو تر اوسه لا د پیښې انګیزه نه ده روښانه شوې.

د معلوماتو له مخې، عبدالرحمن نیازی د لغمان اوسیدونکی و او له تېرو لسو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په امریکا کې اوسېده. هغه د پنځو اولادونو پلار و او د ټکساس په هیوسټن ښار کې یې له افغانانو سره په ټولنیزو برخو کې همکاري کوله.

ځايي سرچیني وايي، د مسیح الله ساحل په نوم کس چې د نیازي د وژنې تور پرې لګول شوی د ننګرهار د شینوارو اوسیدونکی دی او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته تللی.