د بلوچستان په ګوادر کې د وسله‌والو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي. دغه پېښه د ګوادر په کلمت سیمه کې هغه مهال شوې، چې ناپېژاندو وسله‌والو له ګوادر څخه کراچۍ ته پر تلونکو مسافرو ډزې وکړې.

پولیس وايي، چې په ډزو کې پنځه کسان ځای پر ځای ووژل شول او یو کس ټپي شو؛ خو ټپي شوی کس هم د درملنې پر مهال مړ شو، چې له امله یې د وژل شویو کسانو شمېر ۶ ته ورسېد.
د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان له ګوادر څخه کراچۍ ته روان وو، چې یو یې د ملتان اوسېدونکی دی او د نورو د هویت په تړاو څېړنې روانې دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایي وزیر محسن نقوي په کلمت کې پر مسافرو د ډزو پېښه وغندله او ویې ویل:« وسله‌والو په یو بزدلانه اقدام کې بې ګناه خلک په نښه کړل.»
ښاغلي نقوي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د بې ګناه خلکو ناحقه وژنه د انسانیت پر وړاندې جرم دی او د مسافرو په نښه کول «وحشت او ظلم» دی.
محسن نقوي وویل، چې دغه ډول کړنې د وسله‌والو پر وړاندې د ولس هوډ نشي کمزوری کولی.
څو ورځو وړاندې د بلوچستان په منګچر سیمه کې هم د ډزو یوه ورته پېښه رامنځته شوې وه، چې پکې د پنجاب ۴ کارګر وژل شوي وو.