د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان له افغانانو سره سخت او ظالمانه چلند کوي
د بښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د پاکستان حکومت له لوري په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او له خپلو کورونو د ایستلو په اړه سخته اندېښنه ښودلې او وايي، پاکستاني چارواکي دې دا ځورونې ودروي.
دغه سازمان وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۸۴۰ زرو ډیر افغان کډوال اړ ایستل شوي چې له دغه هېواد نه ووځي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې پاکستاني چارواکي هڅه کوي، چې د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغان کډوال په زور وباسي.
له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه په اېستل کېدونکو افغانانو کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد لري.
د بښنې سازمان ویلي، چې یاد کسان افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، پاکستان له افغانانو سره سخت او ظالمانه چلند کوي او د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
یاد سازمان ویلي، چې پاکستان له نړیوالو اصولو سرغړونه کوي.
دغه نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو له ځورونې او غیر قانوني ستنولو لاس واخلي.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یوځل بیا پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي څو له دغه هېواده ووځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ۱۸زره ډیر افغانان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه افغانستان ته ستانه شوي؛ د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهل شوې، له ۱۰۰۰ تنو ډیر په خپلسري ډول بنديان شوي او د پاکستان په نورو ایالتونو کې د کار کولو اجازه هم نه ورکول کیږي.