د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه بدلیدلی شي
د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناالله وايي، چې له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ ۳۱/ وري ۱۱مه نیټه «اسماني صحیفه» نه ده او بدلیدلی شي. هغه وويل چې پاکستان به کابل ته د خپل ځانګړي استازي د سفر د پایلو له کتنې وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لوړپوړي سلاکار د چهارشنبې په شپه، د وري میاشتې شپږمه، له پاکستاني ټلویزیون اې ار وای نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «د مارچ ۳۱مه کومه اسماني صحیفه نه ده چې مخکې یا شاته به نه شي.»
هغه کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان سفر ته په اشارې سره وویل، «د پاکستان حکومت کولای شي له افغان (طالبانو) سره د صادق خان د خبرو اترو د معلوماتو پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه بدله کړي.»
هغه د کوم چارواکي نوم وانخیست او ویې ویل، چې په دې اړه بیانونه خپاره شوي دي، خو په هغه څه به تصمیم نیول کیږي چې د پاکستان په ګټه وي.
وروسته له هغه چې له طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې، پاکستان پریکړه وکړه چې د مارچ له ۳۱مې وروسته سلګونه زره افغان کډوال، چې په کې بې اسناده کډوال او د اې سي سي کارت لرونکي شامل دي، له خپل هیواده وباسي.
پاکستان وویل چې دا پریکړه یې وروسته له هغه وکړه، چې افغان وګړو په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې برخه واخیسته.