د طالبانو مشر نوروز «د جاهلیت د دور اختر» وباله

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغې ډلې په رسنیو کې خپور شوی، نوروز د «جاهلیت وخت د رخصتیو» په توګه یاد کړی.

په دغه پيغام کې ملا هيبت الله د اسلام د پيغمبر يو حديث را نقل کړى، چې په هغه کې له اسلام څخه مخکې د رخصتيو پر ځاى خلکو ته د کوچني او د قربانۍ اخترونه ورپيژندل شوي دي.

د دغه حدیث په عربي متن کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ص مدینې ته راغی، نو هلته د هغه ښار خلکو لره دوې ورځې وې چې لوبې به يې پکې کولې، وفرمایل: د دې دواړو ورځو پر ځای الله تاسو ته غوره ورځي در کړې دي، د قربانۍ ورځ (لوی اختر) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).

د طالبانو مشر د دې حدیث په پښتو، فارسي او انګلیسي ژباړو کې د اریانا د لرغونو اخترونو، نوروز او مهرجان نومونه په قوسونو کې اضافه کړي دي، چې له «اسلام څخه مخکې د جاهلیت زمانې دوه اخترونه» یاد شوي دي.

د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه
د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه

دا ناسمه ادعا په داسې حال کې ده، چې نوروز د اریانا (اوسني افغانستان او ایران) له لرغونو جشنونو شمېرل کیږي او د شته اسنادو له مخې له بلخ څخه پیل شوی دی.

د نوروز مخالفانو دا نمانځنه د زردشت په پیروانو پورې محدوده کړې ده او د دوی په وینا، نوروز له اسلام څخه مخکې د «جاهلیت د وخت له رخصتيو» دی، چې دا هيڅ تاریخ نه لري.

طالب ډلې واک ته له ستنېدو وروسته د نوروز د نمانځنې په ګډون د افغانانو له لرغونو دودونو او جشنونو سره مخالفت کړی او هڅه یې کړې، چې د هېواد د خلکو هویت په سختو دیني عقایدو سره زیانمن کړي.

دا ډله د نوروز او یلدا په څېر جشنونه د اسلام خلاف بولي او د نوروز تفریح ​​ځایونو ته د خلکو د ننوتو مخه نیسي.

له دې مخالفتونو سره سره د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي لیکلي، غږیز او ویډیويي پیغامونه ښيي، چې د افغانستان د بېلابېلو ښارونو او ټبرونو خلکو په خپلو کورونو کې نوروز ونمانځه.