د پاکستان حکومت: د افغانانو د اېستلو وروستۍ نېټه د مارچ ۳۱مه ده او بدلون پهکې نه راځي
د پاکستان مرکزي حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو نېټه وروستۍ ده او د یادې نېټې د غځولو پلان نهلري. پاکستان افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مارچ تر ۳۱مې به له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو مهال وېش په سختۍ سره عملي کړي.
مرکزي حکومت تر دې وړاندې په پلازمېنه اسلام اباد او د پنجاب پېنډۍ ښار کې افغان کارت لورونکو او غېرقانوني مېشت افغانانو ته خبر ورکړی چې له مهالوېش سره سم پاکستان پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
په ورته وخت کې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د اېستلو پلان لغوه کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د پاکستان لهخوا د مارچ تر ۳۱ مې مهالوېش ټاکل به د افغانانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ اته نیم لکه افغانان له خپل هېواد څخه په جبري توګه اېستلي دي.
په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغانانو پر وړاندې د پولیسو سخت اقدامات ترسره شوي، د اسلام اباد او پېنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي، تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل، له دغه ډلې زیات شمېر یې جبري له پاکستان څخه اېستل شوي او زیات شمېر لا هم په حاجي کمپ کې د شړلو په تمه دي.
تر دې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناالله ویلي و، چې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو لپاره د مارچ ۳۱مه نېټه «اسماني صحیفه» نه ده او بدلیدلی شي. هغه وويل چې پاکستان به کابل ته د خپل ځانګړي استازي د سفر د پایلو له کتنې وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.
تمه وه چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق افغانستان ته وروستی سفر به د افغانانو لپاره د بېرته ستنولو نېټه وغځوي خو د کورنیو چارو وزارت نننۍ پرېکړې وښوده چې د افغان کډوالو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د محمد صادق کړې ژمنې یوازې تر ژمنو محدودې وې.