طالبان: له امریکا سره مو دښمني تلپاتې نه ده
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې هېڅ یوه دښمني تلپاتې نه وي او له امریکا سره د دوی دښمني هم ابدي نه ده. هغه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره متوازینې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.
طالب ویاند ویلي، چې د دوحې له هوکړې وروسته د طالبانو وضعیت بدل شوی او دوی نور له کوم هېواد سره په جګړه کې ښکیل نه دي.
مجاهد زیاته کړه، چې دوی د افغانستان له ګاونډیو، سیمې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري او په دغو هېوادونو او کابل کې د افغانستان یو شمېر سفارتونه فعال دي.
هغه ادعا کړې، چې که څه هم دا اړیکې په رسمي ډول نه دي اعلان شوې خو په رسنیو او عمل کې په رسمي ډول دي.
ذبیح الله مجاهد وویل، چې دوی له امریکا سره هم "رسمي اړیکي" غواړي او دا موضوع د دواړو لورو په ګټه ده او په دې برخه کې یې د هېوادونو لپاره شرطونه نه دي ایښي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له درې نیم کلونو په زیاتې مودې تېرېدو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمېت نه دي پېژندلي او د دوی واکمني تل په نړېوالو غونډو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونکي په توګه پېژندل کېږي.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یوه څارنوال د دغې ډلې د مشر هبتالله اخندزاده او همداشان د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني په تبعیضي چلند او بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرو له امله د نیول غوښتنه کړې وه، چې د ډېری هېوادونو، د بشر حقونو نړېوالو بنسټونو او د افغانستان د خلکو له ملاتړ سره مخ شوه
بلخوا بیا هندي رسنۍ نيوز ۱۸راپور ورکړی، چې د طالبانو قاطع دريځ پر وړاندې د متحده ايالتونو سياست د بدلون په حال کې دی.
يادې رسنۍ د سپينې ماڼۍ د سرچينو له قوله ليکلي، چې امريکا ښايي په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.
د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواک وتلو سره سم په کابل کې خپل سفارت وتاړه او ډيپلوماټيکې اړيکي يې هم پرې کړې.
د ټولګډونه حکومت جوړول، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او له دغو ډلو سره مبارزه، بشري حقونه، د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره د افغانستان نه ګواښونکي امنیت، ظاهراً د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د نړیوالو له غوښتنو څخه دي.