پاکستان: هره ورځ له افغانستان څخه تر ۶۰۰ ډېر ماشومان په ناقانونه توګه را اوړي

د پاکستان اردو نیوز رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې هره ورځ له افغانستان څخه تر ۶۰۰ زیات ماشومان او تنکي ځوانان په ناقانونه توګه د تورخم له لارې پاکستان ته اوړي.

په راپور کې راغلي، چې دغه ماشومان د کټارو او اغزن تار څخه د ټوپ وهلو یا د کندو د کېندلو له لارې له تورخمه تېرېږي او په مستقیم ډول په «قاچاق» کې ښکېل دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه کم عمره ماشومان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قاچاقي توکي پلوري.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه ماشومان له افغانستان څخه نشه‌یي توکي او نور قاچاقي توکي پاکستان ته را اړوي او پلوري یې او په ورته ډول دوی له لنډي کوتل څخه بوره، اوړه او داسې نور خوراکي توکي اخلي او د افغانستان په سیمه‌ییزو بازارونو کې یې پلوري.
په دغه راپور کې له پاکستانه د هغو شاوخوا ۵۰ ماشومانو اېستنې ته هم اشاره شوې، چې په ناقانونه توګه د تورخم له لارې دغه هېواد ته اوښتي وو.

د افغان ماشومانو ورځنی عاید څومره دی؟
د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل د پولیسو یو افسر عدنان افریدي اردو نیوز سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان څخه راغلي ماشومان هره ورځ پاکستان ته چاودېدونکي او نشه‌یي توکي قاچاق کوي چې د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.
هغه وويل: «هر افغان ماشوم هره ورځ له ۱۰ څخه تر ۱۵ زره روپۍ عاید لري؛ نو له همدې امله دغه ماشومان خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي او دغه کاروبار کوي.»
د نوموړي په وینا، دغه افغان ماشومان د اتو او ۱۴ کلونو ترمنځ دي او په دوی کې نجونې هم شاملې دي.
هغه وړاندې ویلي: «دغه افغان ماشومان څو ځله نيول شوي او خبرداری ورکړل شوی؛ خو د دې پر ځای چې دغه کار ودروېږي، د دغو کم عمره قاچاق وړونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.»

افغان ماشومان څنګه له ډیورنډ کرښې تېرېږي؟

ښاغلي افریدي وویل، دغه افغان ماشومان سهار وختي له تورخم لارې تېرېږي او بیا د ماښام څخه مخکې په بار وړونکو موټرو کې پټېږي او بېرته هاخوا اوړي.
په راپور کې دا رنګه د پاکستان د ګمرکونو د تصفیې ټولنې په حواله راغلي، چې له ناقانونه افغان ماشومانو سره ډېر نرم چلند کېږي؛ ځکه چې دوی ځوانان دي، خو اوس د دوی شمېر زیات شوی دی.
دوی وویل، چې دا ماشومان کور ته د ستنېدو پرمهال د لویو موټرو لاندې یا د ټایرونو په پورتنیو برخو کې پټېدو سره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.