د بودجې کموالی؛ افغانستان کې کېدای شي د ماشومانو د خوارځواکۍ نړیوال پروګرام ودریږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې که بییړنۍ مرستي ورسره ونه شي، د یمن، افغانستان او سوریې په ګډون به د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونه په راتلونکو میاشتو کې ودرېږي.

د یاد پروګرام اجرایوي رییس سینډي مک‌کین د چارشنبې په ورځ په پاریس کې ویلي، چې که د تمویل په برخه کې اقدام ونه شي میلیونونه ماشومان به د ټول عمر لپاره وځوریږي.

د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام له سخت مالي کمښت سره مخ شوی.

تېر کال امریکا د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د ۹،۸ میلیارده ډالرو له بودجې څخه ۴،۵ میلیارده ډالره ورکړي وو. دا پروګرام هغو خلکو ته خوراکي توکي او نغدي مرستې برابروي چې د حاصلاتو کمښت، جګړې او اقلیمي بدلونونو له امله له لوږې کړېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چارشنبې په ورځ غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱،۴ میلیارده ډالره بودجې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په یمن کې له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو یو پر درې برخه له خوارځواکۍ ځورېږي او که اضافي بودجه ترلاسه نه کړي دا پروګرامونه به د می له میاشتې په دغه هېواد کې ودرېږي.

د ماشومانو لپاره د ملاتړ ادارې هم خبرداری ورکړی چې د یمن د لویدیز ساحلي سیمې د خوارځواکۍ له یوې ستر ناورین سره مخ دي.

مک ‌کین وویل:« د بودجې د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام مجبوره شوی چې سختې پرېکړې وکړي لکه د مخنیوي پر ځای د درملنې پروګرامونو ته لومړیتوب ورکول.»

یاد پروګرام ویلي، که تمویل نه شي، ښايي په افغانستان کې له مې میاشتې د ماشومانو د خوارځواکۍ پروګرام ودرییږي په سوریه او د کانګو دموکراتیک جمهوریت کې به له جون وروسته کم شي.