ګنډاپور: له کرښې پورې غاړه له راتلونکو ترهګرو سره د مبارزې لپاره به پالیسي جوړه شي
د جیونیوز د خبر له مخې، د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ د ایالتي حکومت چارواکو په غونډه کې نوموړي ویلي، چې د کرښې هاخوا څخه د راتلونکو ترهکرو او پېښو سره د مبارزې لپاره به یوه نوې پالیسي جوړه شي.
ګنډاپور زیاته کړې، چې د فدرالي حکومت څخه د اجازې له ترلاسه کولو ورسته به د طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړي.
جیونیوز وایي، چې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو فعالیتونو پر زیاتوالي به وزیر امین ګنډاپور له فدرالي حکومت سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي هم رسنیو ته ویلي و، چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، او ترهګر په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په ګټه اخیستنې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.
وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځېد؛ د افغان طالبانو ملګرې ډله «ټيټيپي» په پښتونخوا کې خپل فعالیتونه خورا چټک او پراخ کړل.
د پاکستان حکومت ادعا لري، چې د یادې وسلهوالې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو یو لوی لامل دا دی، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ورته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې بریدونه تنظیموي.
پاکستان په نړۍوالو غونډو او رسنیو کې غوغا جوړه کړې، چې طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
افغان طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او «ټيټيپي» یې د یاد هېواد کورنۍ امنیتي ستونزه بللې ده.