ژوند او روغتیا؛ ولې مو سترګې تورې حلقې وهي؟
د سترګو لاندې تورې حلقې عامه ستونزه ده او اکثرا دا برخه پړسېدلې هم وي. عموما دا حلقې د ستړیا پایله ګڼل کېږي، خو بېلابېل نور لاملونه هم لرلی شي. ډېری وخت دا حلقې د اندېښنې وړ نه وي او درملنې ته اړتیا نه لري.
کېدای شي چې دا حلقې تاسو ته د اندېښنې وړ ښکاره شي، خو حقیقت کې دا یو معمولی حالت دی.
خو ښه دا ده، چې د دې حلقو د لاملونو په اړه پوه شئ، ښایي د دې ستونزې د حل لپاره درته اسانتیا رامنځته شي.
ستړیا
ډېر یا کم خوب او ډېره ستړیا د سترګو لاندې تورو حلقو د پیدا کېدو لاملونه دي.
د خوب کمښت د پوستکي رنګ ته زیان رسوي او ژیړوي یې چې له امله یې د پوستکي لاندې تور نسجونه او د وینې شریانونه څرګندېږي.
همدا راز د خوب کمښت د سترګو لاندې مایعات راټولوي، چې له امله یې سترګې پړسېدلې ښکاري.
عمر
د عمر زیاتېدو سره د سترګو لاندې تورې حلقې زیاتېږي، لکه څنګه چې عمر زیاتېږي د پوستکي ضخامت کمېږي او د پوستکي انعطاف ساتونکي غوړ او هورمونونه کمېږي.
دا بدلونونه د پوستکي لاندې د وینې تور رنګي شریانونه زیات څرګندوي، چې له امله یې د سترګو لاندې حلقې تورې ښکاري.
پر سترګو زیات فشار
د کمپیوټر، ټلویزیون یا موبایل سکرین ته د اوږدې مودې لپاره کتل د سترګو پر شریانونو فشار زیاتوي.
دا فشار د سترګو شاوخوا د وینې رګونه غټوي، چې له امله یې د پوستکي رنګ تیاره ښکاري.
حساسیت
حساسیت یا د سترګو وچوالی هم د تورو حلقو لامل کېدلی شي.
کله چې بدن حساسیت ښيي، نو ځانګړي کیمیاوي مواد خارجوي چې د سترګو پړسېدل، خارښت، او سوروالی رامنځته کوي.
دا کیمیاوي مواد د وینې شریانونه غټوي، چې له امله یې د پوستکي لاندې تور شریانونه ښکاره کېږي.
د اوبو کمښت
په بدن کې د اوبو کمښت د سترګو لاندې د تورو حلقو یوه عام لامل دی.
کله چې بدن کافي اوبه و نه لري، نو د سترګو لاندې پوستکی رنګ بایلي او سترګې د پاسه دنګې ښکاري.
د لمر شعاع ته زیات تګ و راتګ
زیات لمر ته تګ و راتګ د میلانین نومي رنګ جوړونکي هورمون تولید زیاتوي، چې له امله یې د سترګو شاوخوا د پوستکي رنګ تیاره کېږي.
ژنیتیکي عوامل
که ستاسو په کورنۍ کې چا د سترګو لاندې تور حلقې لرلې وي، نو ممکن دا ستونزه تاسو ته هم انتقال شوې وي.
ځینې نورې ناروغۍ لکه د تایرایډ ستونزې یا نور طبي شرایط هم د سترګو لاندې د تورو حلقو لامل کېدای شي.
د وینې کمښت
انیمیا هغه حالت دی، چې بدن کې د سرې وینې حجرې کمېږي، چې له امله یې کمزوري، ستړیا، سر ګنګسیت او د ساه لنډښت احساسېږي.
انیمیا لرونکي خلک اکثر ژېړ پوستکی لري او د سترګو لاندې یې تورې حلقې موجودې وي.