هندي رسنۍ: ښایي امریکا په کابل کې خپل سفارت پرانېزي
هندي رسنۍ نیوز ۱۸ لیکلي، متحدهایالت د طالبانو پر وړاندې د خپل سیاست د بدلون په حال کې دی. واشنګټن له طالبانو سره د اړیکو بیا پیلېدو ته چمتووالی نیسي او ښايي په کابل کې خپل سفارت هم پرانېزي.
په راپور کې د سپینې ماڼۍ د سرچینو له قوله راغلي، چې دا اقدام د طالبانو او ټرمپ ترمنځ د «مخ پر زیاتېدونکي ښه نیت» څرګندونه کوي.
راپور زیاتوي، طالبانو تل خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط لوېدیځ ته د کډوالۍ لامل کېدای شي، داسې ښکاري چې دغه خبرداري واشنګتن مرستې او ډېپلوماټیکو ښکېلتیا لپاره لېواله کړی دی.
نیوز ۱۸ په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو په اړه زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادلې د دوی ترمنځ ډېپلوماټیکو خبرو ته لار هواره کړې ده.
نوموړې رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مېلیونونو ډالرو جایزو له نوملړ څخه د حقاني او د هغه د کورنۍ د درېیو نورو غړو د نوم اېستل د کابل په تړاو د واشنګټن د چلند د بدلون یوه ښکاره نښه ګڼلې ده.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، چې طالب چارواکو د ډونالډ ټرمپ له استازي سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
نوموړي د سېشنبې په ورځ له العربیه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی له امریکايي حکومته غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې دغې ډلې ته وسپاري او په کابل کې دې د امریکا سفارت بېرته پرانېزي.
مجاهد ویلي، چې دا ډله د امریکايي پلاوي ځواب ته انتظار باسي.
د بندیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ د سلاکار اډم بولر په مشرۍ یو امریکايي پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور تېره اونۍ کابل ته سفر وکړ.
له دغه سفر وروسته طالبانو یو امریکايي بندي خوشې کړ.
امریکايي پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل، خو ځینو سرچینو ویلي، چې دغه پلاوی کابل ته تر سفر مخکې کندهار ته تللی او هلته یې د ملاهبتالله او د هغه له نږدې کسانو سره لیدلي دي.
دا هندي رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مېلیونونو ډالرو له لېست څخه د حقاني او د هغه د کورنۍ د درېیو نورو غړو د نوم اېستل د کابل په اړه د واشنګټن د چلند د بدلون یوه ښکاره نښه ګڼلې ده.
ذبیح الله مجاهد هم د دغو جایزو د لغوه کولو په اړه ویلي، چې د امریکا حکومت د جورج ګلیزمن د خوشې کېدو په غبرګون کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو لپاره د جایزو د لغوه کولو په ګډون نور ګامونه پورته کړي دي.
د طالبانو ویاند د امریکا دغه پرېکړه د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.
ذبیح الله مجاهد ویلي: «افغانستان د ښو اړیکو جوړولو ته چمتو دی او لکه څنګه چې مې مخکې وویل، موږ د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړو.»