د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګه: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان ووژل شو

د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګه (سي‌ټي‌ډي) وایي، چې د پښتونخوا په هنګو کې د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د «ټي‌ټي‌پي» یو قوماندان ووژل شو. د هنګو پولیسو هم تایید کړې، چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو او د هنګو پولیسو په شینووري سیمه کې د وسله‌والو پر ضد ګډ عملیات کړي.

د پولیسو په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ؛ د ټي‌ټي‌پي قوماندان سعید ووژل شو.
پولیسو زباته کړې، چې امنیتي ادارې له ډېرې مودې راهیسې د هغه په ​​لټه کې وې.
د هنګو پولیس وایي، چې د عملیاتو په ترڅ کې له سعید څخه یو کلاشینکوف، دوه لاسي بمونه او یو افغانی سیم کارټ هم ترلاسه شوی، چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د هغه اړیکې ښیي.
د پاکستان امنیتي ادارې وخت ناوخت دغه ډول ادعاوې کوي، چې ګوندې په پاکستان کې وسله‌وال په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره اړیکه کې دي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې تل د طالبانو او ټي‌ټي‌پي له‌خوا رد شوي دي.
له بل پلوه پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د سوېلي وزیرستان په توره ګوله سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې یو پولیس وژل شوی دی.
د پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ کې هم د موټرسایکل سپرو له‌خوا په ډزو کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو.
پولیسو د دغو دواړو پېښو پخلی کړی دی.

له بل پلوه د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌اېم مشر منظور احمد پښتین وایي، چې د پښتنو په سیمو کې هره ورځ ظلم او ستم روان دی؛ خو د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومتونه یې پر وړاندې چپه خوله دي.

پښتونخوا په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو ډلو ترمنځ د سختو نښتو او ناامنۍ شاهده ده، چې هلته د مېشتو پښتنو فعالانو سختې اندېښنې یې راپارولې دي.