ډان: طالبان خپله خاوره کې د وسله والو حضور نه‌مني، خو دغه وسله‌وال په افغانستان کې دي

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې تازه په خپلې یوې سرمقاله کې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو ترینګلتیاوو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله والو حضور نه‌مني، خو واقعیت دا دی چې دغه وسله‌وال په افغانستان کې دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، اسلام‌اباد په کابل کې یو «دوښمن رژیم» نه‌شي زغملای.

نوموړې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په وچه کې د افغانستان موقعیت او سوداګريز ټرانزیټ ته په اشارې ټینګار کړی، چې پاکستاني چارواکي باید په سوداګریزو اړیکو کې همکاري د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې په مبارزه کې د طالبانو همکارۍ پورې محدوده کړي.

ډان تېره اوونۍ کابل ته د پاکستاني استازي محمد صادق سفر ته په اشارې د اړیکو په ښه‌والي کې لوی خنډ، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلون‌غوښتونکو په ګډون د پاکستان ضد وسله‌والو پر وړاندې د طالبانو نه‌اقدام بللی دی.

یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې زیاته کړې: «د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو سربېره، سرحدي شخړو هم د دواړو خواوو اړیکې سختې ترینګلې کړې چې له امله یې د تورخم دروازه نږدې یوه میاشت تړل شوې وه.»

د دغې ورځپاڼې د مقالې پر بنسټ، امنیت د پاکستان لپاره لومړیتوب دی په‌ داسې حال کې چې سوداګري د طالبانو لپاره خورا حیاتي ده.

ډان ورځپاڼې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید په راتلونکو مذاکراتو کې پر طالبانو فشار راوړي، څو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو حضور د دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو د حضور په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ظاهراً په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پیکه شوې دي.

د یادونې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو حضور رد کړی او د دغه هېواد وروستي کړکېچونه یې د اسلام‌اباد خپل مسوولیت بللی دی.