امریکا د پاکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ۸۰ شرکتونو پر صادراتو بندیزونه ولګول

امریکا د پاکستان په ګډون د چین، ایران، متحده عربي اماراتو او سوېلي افریقا هېوادونو د ۸۰ شرکتونو پر صادراتو بندیزونه ولګول. د راپورونو له مخې، په دې نوملړ کې له یادو ۸۰ شرکتونو څخه څه باندې ۵۰ شرکتونه په چین پورې اړوند دي.

د امریکايي بندیزونو لاندې راغلو شرکتونو کې ۱۹ پاکستانی شرکتونه هم شامل دي.

همدا راز د متحده عربي اماراتو او ایران څلور-څلور شرکتونه هم د دې بندیز سره مخ شوي دي.

په دغو شرکتونو کې د چین مشهوره کلاوډ کمپیوټینګ او د بګ ډېټا خدمات وړاندې کوونکی شرکت انسپر ګروپ هم شامل دی، چې شپږ فرعي شرکتونه یې د تور لېست برخه ګرځېدلي.

د انسپر ګروپ سربېره نور چینايي شرکتونه هم د امریکا د صادراتي بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د انسپر ګروپ دا شرکتونه د چیني پوځ لپاره د سوپر کمپیوټرونو په جوړولو کې مرسته کوي.

د راپور له مخې، انسپر ګروپ لا دمخه په ۲۰۲۳ کال کې د دې تور لېست برخه شوی و.

د دې بندیزونو هدف د چین د لوړ ظرفیت لرونکې کمپیوټینګ، کوانټم ټېکنالوژۍ، پرمختللې مصنوعي هوښیارتیا او هایپرسونیک وسلو د پروګرام پرمختګ مخنیوی دی.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې رقیب هېوادونو ته به اجازه ورنه کړي، چې د امریکايي ټیکنالوژۍ غلطه استفاده وکړي، خپله پوځي وړتیا زیاته کړي او د امریکا وګړي له خطر سره مخ کړي.

په امریکا کې د چین سفارت د دې اقداماتو کلک مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې امریکا باید د پوځي چارو په پلمه د سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ مسلې سیاسي نه کړي.

امریکا هڅه کوي، چې ایران ته د ډرون الوتکو او نورو دفاعي توکو د رسېدو مخه ونیسي او د ایران بالسټیک توغندیز پروګرام او ناخوندي اټومي فعالیتونو محدودولو لپاره اقدامات وکړي.

یاده دې وي، چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت کولای شي هر هغه شرکت چې د ملي امنیت یا بهرني سیاست له نظره خطرناک وبلل شي، د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.

دې لېست ته شاملې کمپنۍ باید د امریکايي محصولاتو د پېرودلو لپاره ځانګړی جواز ترلاسه کړي، چې معمولا نه ورکول کېږي.