اېف بي ای د سراج الدین حقاني پر سر ۱۰ میلیونه ډالره نغدي جایزه لغو کړه
د سراج الدین حقاني پر سر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټاکلې جایزې له لغو کېدو وروسته د دغه هېواد د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي اي) هم د نوموړي پر سر ۱۰ میلیون ډالري جایزه لغو کړې ده. خو اېف بي ای حقاني د "نړیوال ترهګر" په توګه په خپل تر ټولو مطلوب لیست کې ساتلی دی.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې د سراج الدین حقاني د نیولو په اړه د معلوماتو شریکولو په بدل کې پنځه میلیونه ډالره نغدي جایزه ټاکلی وه.
خو اېف بي ای دغه جایزه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره لس میلیونه ډالرو ته لوړه کړه.
سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دی او د دې ډلې له مشر هبت الله اخوندزاده وروسته د طالبانو تر ټولو پیاوړې څېره بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د تېرې شنبې په ورځ د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه لغو کړه خو د نوموړي د نیولو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو نغدي جایزه لاهم د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې په ویب پاڼه کې پرځای وه.
تر دې دمه اېف بي ای د جایزې د لغو کولو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې خپله پاڼه نه ده اپډیټ کړې او د حقاني په اړه یې ليکلي، چې ګومان کېږي په پاکستان او په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې اوسېږي.
اېف بي ای لیکلي دي چې حقاني «د حقاني شبکې یو له جګپوړو مشرانو څخه دی او له طالبانو او القاعدې سره نږدې اړیکې لري» او یو ځانګړی نړیوال ترهګر بللی شوی دی.
یادې ادارې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې پر یوه هوټل د برید په تړاو چې د یوه امریکايي وګړي په ګډون شپږ کسان پکې ووژل شول، ککړ بللی و او تر څارنې لاندې و.
یادې ادارې تایید کړې، چې سراج حقاني په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر ضد بریدونه همغږي کړي او برخه یې پکې اخیستې وه.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، حقاني په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وژنې طرح هم جوړه کړې وه.