مارکو روبیو د طالبانو له بنده د جورج ګلیزمن د خلاصون په برخه کې د قطر له هڅو مننه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو له بنده د امریکایي وګړي جورج ګلیزمن د خلاصون په برخه کې د قطر له هڅو مننه وکړه. د کب ۳۰مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې له زندانه د جورج ګلیزمن ازادولو ګام یې د ښه نیت له مخې پورته کړی.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د جورج ګلیزمن په نوم یې یو امریکايي وګړی له زندانه خوشې کړی او د دغه کس د خلاصون په برخه کې قطر او متحده عربي اماراتو د طالبانو او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جورج ګلیزمن د خلاصون په برخه کې د قطر او متحده عربي اماراتو رول اغېزناک بللی و.
خو تازه د قطر د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي روبیو تېره ورځ دوشنبه په دې تړاو د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن ال ثاني سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کاږي، چې مارکو روبیو د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د افغانستان او سیمې د امنیت، سولې او ټیکاو د ټینګښت په برخه کې د قطر له هڅو ستاینه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د قطر او امریکا د نږدې ستراتیژیکو اړیکو او د هغوی د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو په ځانګړې توګه د سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسلو په اړه د ګډې همغږۍ پر زیاتولو تمرکز وشو.

قطر د افغانستان د تیر جمهوري حکومت تر پرځېدو وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په خبرو کې منځګیتوب کړی او دا مهال له طالبانو سره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې پراخې اړیکې پالي.