هیلري پاور: اروپايي ټولنه دې د افغانستان د بشري حقونو ناورین په اړه غبرګون وښيي
د بشري حقونو د څار ادارې یوې مسوولې هیلري پاور په یوې مقاله کې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې او شواهدو د خونديتوب لپاره دې سملاسي د یو خپلواک او هراړخیز میکانیزم په برخه کې اقدام وکړي.
پاور په خپلې مقاله کې چې د بشري حقونو د څار بنسټ د سې شنبې په ورځ (د کب ۵مه) خپره کړې، دا میکانیزم د طالبانو د ناوړه جرمونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ځپونکو اقداماتو پر وړاندې د دغې ډلې د ځوابویلو لپاره یوه مهمه وسیله بللې ده.
نوموړې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ورځ تر بلې پراخېږي او د دغو جرمونو شواهد په چټکۍ سره له منځه وړل کېږي.
هغې په دې مقاله کې د بشري حقونو په برخه کې د اروپایي ټولنې لهخوا د پرېکنده اقدام د نشتوالي په تړاو نارضایتي ښودلې ده او په وینا یې، سره له دې چې اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي پراخ ملاتړ کوي، خو تر اوسه یې په افغانستان کې د طالبانو د ځوابویلو میکانیزم او خپلواکې څېړنې د رامنځتهکېدو لپاره کوم مشخص وړاندیز نه دی کړی.
هیلري پاور دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې تېره اوونۍ د ایسلېنډ په مشرۍ او د چیلي او سوېلي افریقا په ملاتړ یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې د تېرو او روانو بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د طالبانو د ځوابویلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
دغو هېوادونو په یوه ګډ خپاره کړي بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندیز کړی و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ځپونکو سرغړونو د څېړنې لپاره باید یو خپلواک او هراخیز څېړنیز میکانیزم رامنځته شي.