طالبانو هیله ښودلې چې متحده عربي اماراتو کې افغان بندیان د بښنې پروسه کې شامل شي
په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفير بدرالدین حقاني د دغه هېواد د بهرنیوچارو وزارت څخه غوښتي، چې دوی ته دي د افغان زندانیانو سره د ليدنې زمينه برابره شي. طالبانو هيله ښودلې، چې متحده عربي امارات بنديانو ته د روژې د عمومي بښنې په پروسه کې افغان زندانیان هم شامل کړي.
په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي،چې طالب سفير د کوربه هېواد د بهرنيوچارو وزارت د بهرنیو وګړو له مسوول ماجد المنصوري سره کتلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سفير د متحده عربي اماراتو څخه مننه وکړه، چې افغانانو ته یې د کار، سوداګرۍ او مېشتېدو زمينه برابره کړې.
د طالبانو سفير بدرالدین حقاني افغانانو ته د ویزې پر اسانې ورکړې هم ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې: «متحده عربي اماراتو کې له ټولو زنداني افغانانو سره دې له نژدې د پوښتنې او لیدنې اسانتیاوې برابرې شي.»
طالبانو ویلي، چې د متحده عربي ماراتو په بیلابیلو زندانونو کې په زيات شمېر افغانان بندیان دي.
طالبانو د دغو کسانو د جرمونو او شمېر په اړه څه نه دي ويلي.
طالبان وايي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت استازي د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.