طالبانو او د قطر استازي په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون پر جوړېدو خبرې وکړې

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د قطر له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره په کتنه کې د روغتیايي برخې پرسونل د ظرفیت لوړلو په تړاو غږېدلی. په دې کتنه کې په کندهار کې د قطر په مرسته د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه «د وري ۵مه» په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو د برابرېدو په تړاو خبرې شوې دي.

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې قطر غواړي د کندهار په عینو مینې ښارګوټي کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

دوی زیاتوي چې تېرکال دوه ځله د قطر هېواد انجنیران راغلي ول او له دې سیمې یې لیدنه کړې وه او تر دې دمه د سروې او بودېجې اړوند کارونه پای ته رسېدلي خو تر اوسه کوم عملی کار نه دی پیل شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت د وږي په ۲۶مه د خبرپاڼې خپرولو سره په اېکسپاڼه کې لیکلي و، چې ددې ډلې د عامې روغتیا وزیر او د قطر له استازو سره په لیدنه کې قطر هېواد ژمنه کړې، چې په عینو مېنه کې یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.

طالبانو د قطر استازو په حواله ویلي و، چې دا هېواد په نږدې راتلونکي کې په کندهار کې میرویس نیکه حوزوي روغتون هم پراخوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له قطري چارواکو سره په کتنه کې د قطر له همکاریو مننه کړې او په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدګۍ او غوره خدمتونو په موخه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په اړینو تجهیزاتو د افغانستان د روغتونونو سمبالول یې مهم یاد ګڼلي او په دې برخه کې یې د یاد هېواد همکاري اړینه بللې ده.