د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې؛ په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۶ میلیونه افغان ماشومان واکسین شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ۱۱.۶ میلیونه ماشومانو ته، چې عمرونه یې تر پنځوکلونو لاندې دي، د ګوزڼ واکسین ورکړل شوی.
دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د پای ته رسونې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
په افغانستان کې د یونیسیف استازي تاجالدین ایوالي د سې شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه، پر اېکس په یوه یادښت کې وویل چې په تیر کال کې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان واکسین شوي دي.
هغه ولیکل: «له خپلو شریکانو سره په همکارۍ ډاډ ترلاسه کوو چې هر ماشوم په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین ترلاسه کوي څو له دې ناروغۍ خوندي شي».
د افغانستان په کچه د ګوزڼ ناروغي یو جدي روغتیایي ناورین دی چې د محدودو روغتیایي خدمتونو له کبله ګڼ شمېر ماشومان ددې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په حواله، تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۵ پېښې تثبیت شوې دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په قرتو کلي کې د ګوزڼ ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.