د کابل-کندهار پر لویه لار په درېیو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل- کندهار پر لویه د درېیو جلا-جلا ترافیکي پېښو له امله ۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د وري ۵مه) راپور ورکړ، یوه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لویه لار یو مسافروړونکی موتر چپه شو.

د راپور له مخې، په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار رسنیو ته ویلي، چې د کابل- کندهار پر لویه لار د سیداباد ولسوالۍ اړوند د لوړې او د دشت ټوپ په سيمو کې دوه جلا-جلا ترافيکي پېښې رامنځته شوي، چې پکې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسرار دغه راز زیاته کړې، چې لومړۍ پېښه د مازدا او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ۲ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.

دویمه پېښه د فلډر ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي، مګر د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي شریک شوي.
د پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او بېروني ټپيان شوي دي.

طالبانو په تېر یو کال کې د دغو پېښو په وروستیو شمېرو کې ویلي، چې یوازې د سږکال (۱۴۰۳) له پیله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا دوه زره کسان مړه او له ۷۰۰ډېر نور ټپیان شوي دي، خو د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنې ښيي چې په دغه کال کې د ترافیکي پېښو مړینه له دوو زرو هم لوړه ده.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيله تر اوسه په هېواد کې ۴۰۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې زرګونه کسانو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي او ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې په منځني ډول هره ورځ د ټول هېواد په کچه تر پنځو پورې ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې په دې کې خونړي ټکرونه، له سړکه د موټرونو د اوښتو پېښې او د موټرونو له‌خوا د پلو کسانو د وهل‌کېدو پېښې شاملې دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په دوام، ترټولو خونړۍ پېښه سږ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۸مه د کابل-کندهار پر لویه لاره د مسافروړونکو موټرو د ټکر په پایله کې وشوه، چې له امله یې ۶۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شول.

د نوموړي سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ له مارچ څخه د ۲۰۲۴ تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې ترافیکي پېښې ۷۸.۵ سلنه ډېرې شوې دي.
څه موده مخکې د بېړنیو روغتیايي پېښو سازمان همداراز ویلي و، چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ ترمنځ ترافیکي پېښې له دوه زره ۶۶۲ څخه تر پنځه زره ۵۲۰ ته رسېدلې دي.
طالبانو په افغانستان د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بللي، خو بل‌خوا یو شمېر موټرچلوونکو بیا له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ډېرو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی او د پاکستان لاس موټرو زیاتېدل هم بللي دي.