پاکستاني ځواکونو د بشري حقونه فعاله او د بلوڅو یووالي غورځنګ مخکښه غړې سميدین بلوڅ نیولې
د ماهرنګ بلوڅ او عمران بلوڅ تر نیول کېدو وروسته، تېره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو فعاله او د بلوڅو یوالي غورځنګ د مشرتابه کمېټې غړې سميدین بلوڅ او همداشان لاله وهاب بلوڅ نیولې دي.
بلوڅ ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د دغو دوو مېرمنو په ګډون د یاد غورځنګ څو نور غړي له ورسره کړي تاوتریخوالي وروسته نامعلوم ځای ته وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې بلوچستان کې د بلوڅانو له بې قانونه نیولو او بندي کولو لاس واخلي.
دغه سازمان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو نیول غیرقانوني بللي او غوښتنه یې کړې، چې باید ژر ترژره خوشې شي.
د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.
ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.
د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سولهییز لاریونونه کوي، چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.
د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.
تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.
د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي.