پاکستان کې د روسیې سفیر له ترهګرۍ سره مبارزه کې د طالبانو هڅې کافي نه ګڼي
په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خوروف وايي چې د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو هڅې کافي نه وې. نوموړي د دغه کار لامل اقتصادي ننګونې او د افغانستان امنیتي وضعیت وباله.
په اسلام کې د روسې سفیر البرت خوروف له پاکستانۍ رسنۍ ایکسپرېس ټریبیون سره په مرکه کې ویلي، چې داعش د روسیې ملي او سیمه ییز امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی.
البرت خروف وویل:«مسکو وضعیت له نږدې څاري او له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په څلور اړخیز چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.»
هغه له ترهګرۍ سره د افغانستان او پاکستان له مبارزې د مسګو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، د ډله ییز امنیت تړون هېوادونه په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.
ارمنستان، سپینه روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان د ډله ییز امنیت تړون سازمان غړي دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.
په اسلام اباد کې د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی چې د "مسکو فارمټ" له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.
هغه ویلي و، چې دا په اصل کې په اسلام اباد او طالبانو پورې اړه لري چې خپل اختلافات پخپله حل کړي.
تر دې مخکې د یاد تړون سازمان د ګډو ځواکونو لوی درستیز افغانستان د دې سازمان د غړو هېوادونو لپاره یو ګواښ بللی و او ویلي یې و چې د بې ثباتۍ، د افراطي ایډیالوژۍ خپرېدو، ترهګرۍ او د نشه يي توکو قاچاق سرچینه ده.
طالبانو له دې وړاندې د روسیې او نورو ګاونډیو هېوادونو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی او دا یې ویلي چې د دوی تر حاکمیت لاندې افغانستان څخه هېڅ کوم هېواد ته ګواښ موجود نه دی.
په همدې مرکه کې د روسیې سفیر اوکراین ته د پاکستان له خوا د وسلو د لېږلو راپورونه رد کړي دي.