۵۰ سازمانونو د جرمني له حکومت نه د افغانانو د انتقال بهیر ادامه غوښتې
یو ایتلاف چې نږدې ۵۰ ټولنې او سازمانونه پکې شامل دي، د جرمني له حکومت او بونډستاګ (پارلمان) نه غوښتي چې د افغانستان لپاره د فدرالي منلو پروګرام وغځوي. ۱۵۵۷ افغانانو ته د جرمني حکومت د انتقال ژمنه ورکړې، خو لا هم په پاکستان کې پاتې دي.
دوی دا یو « بېساری بشري پروګرام» بللی، چې له لارې یې په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ کسان په خوندي ډول جرمني ته لېږدول کېږي.
دغو سازمانونو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغانانو د انتقال پروګرام احتمالي پای «بوږنوونکی» دی.
د یادې غوښتنې په لاسلیک کوونکو کې د بښنې نړیوال سازمان، پرو ازول، پاریتیتشر ګزامتفربند او ګڼ نور د کډوالو ملاتړي سازمانونه شامل دي.
د سټیرن او ویلټ جرمنۍ رسنیو د رپوټ له مخې، دوی د خپل لیک په متن کې د مسیحي-ډیموکرات اتحاد او سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) پر هغو پلانونو نیوکه کړې چې د فدرالي منلو رضاکارانه پروګرامونه به تر ممکنه حده پای ته رسوي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.
په دې کې د افغانستان د پروګرام ختمول هم شاملیږي.
یادو سازمانونو ټینګار کړی چې دا پروګرامونه باید وغځول او پراخ شي. دوی غوښتنه کړې چې باید تر ګواښ لاندې خلکو لکه همجنسپالو، دوه جنسیته، ښځو، ماشومانو، خبریالانو او فعالانو لپاره د وتلو خوندي لارې برابرې شي.
د پرو ازول یوې غړې ویبکه یودیت غوښتنه کړې چې د نوي ایتلافي حکومت په تړون کې باید د دغه پروګرام دوام تضمین شي.
د پروګرام له پیل راهیسې تر دې دمه ۱۲۶۲ ځانګړي له ګواښ سره مخ کسان جرمني ته انتقال شوي دي. نورو۱۵۵۷ کسانو ته د جرمني حکومت د انتقال ژمنه ورکړې، خو لا هم په پاکستان کې پاتې دي.
د سازمانونو غوښتنه دا ده چې دا کسان باید ژر تر ژره او په بېړني ډول جرمني ته انتقال شي.