طالبان وايي، د کار نړیوال سازمان ورسره د کارګرو د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري کوي
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د مشر توماس استنستروم له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د کارګرو د ظرفیت لوړونې او مسلکي زدهکړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د ملي تلویزیون د خبر له مخې، ښاغلي توماس استنستروم دا څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د کارګرانو ټولنې (امکا) د پرانیستغونډې پر مهال کړې.
هغه د دغې ټولنې فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، «په یوې ریښتنې ټولنه کې د کارګرانو استازی کولی شي چې د نورو کارګرو د حقونو لپاره خبرې وکړي، دا د افغانستان لپاره یوه ارماني مفکره نه ده بلکې یوه اقتصادي او علمي حل لاره ده.»
د کارګرو د ټولنې په پرانیستغونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي وویل، دغه وزارت د افغانستان د کار قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
هغه زیاته کړې: «کارګران د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري او باید د هغوی د خدمتونو درناوی وشي او د قانون له مخې باید د هغوی ملاتړ وکړو. دغه ټولنه به د کارګرانو ستونزو ته رسېدنه کوي.»
په ورته مهال د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، د طالبانو لومړیتوب دا دی چې داسې لوې پروژې او برنامې پلي کړي ترڅو د هېواد ځوان نسل د دندو خاوندان شي. نوموړی دا مني چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه مخ پر لوړېدو ده.
طالب چارواکي په داسې مهال د کارګرو د حقونو او دندو خبرې کوي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې له بیا واکمنېدو سره د بېکارۍ کچه خپل وروستي حد ته رسېدلې، ډیرې خلک شکایت کوي چې طالبان یوازې د خپلې ډلې غړي پر دندو ګماري چې له امله یې ډیرو عامه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
بلخوا بیا د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز اعلان کړی، چې له اقتصادي سیسټم څخه د ښځو وتلو په میلیونونو کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.
د دې مرکز په وینا، مهم شاخصونه لکه کاري چاپیریال او اقتصادي وده د طالبانو د ناسمو سیاستونو له امله سخته اغېزمنه شوې ده.
دغه مرکز دا حالت د اقتصادي تولیدي ځواک د کمښت او د سوداګرۍ، خدماتو او تولید په حیاتي پړاوونو کې د طالبانو له امله د ګډوډۍ مستقیمه پایله بللې ده.