د ناروې کډوالو شورا د افغانستان په ځینو برخو کې د بودجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه ودرول
د ناروې د کډوالو شورا خبر ورکړی، چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یې د بودجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه درولي دي. د دغې شورا د راپور له مخې، د مرستو کمښت به تر ډېره افغانې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر اغېزمن کړي.
دغې شورا په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د مرستو پراخ کمښت به په افغانستان کې د بشري ادارو د کمېدو لامل شي او ورسره به د مېلیونونه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مشرې سوزي وان میګن ویلي: «په داسې وخت کې چې په افغانستان کې نارینه، ښځې او ماشومان په بېړنۍ توګه نړۍوالو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري؛ خو زموږ شریکان د مهمو مرستندویانو لهخوا د تمویل له سخت کمښت سره مخ دي.»
د هغې په وینا، د ډېری بشري سازمانونو په څېر په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا اړه شوې چې په څو ولایتونو کې خپل دفترونه وتړي او ډېری کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
په راپور کې راغلي، چې د روان زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې متحده ایالاتو خپلې مرستې وځنډولې چې د امریکا لهخوا تمویل شوي ډېری بشري کارونه ورسره وځنډېدل او یا هم پای ته ورسېدل.
د اغلې وان میګن په وینا، دوی په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه نه بندوي؛ بلکې ځیني فعالیتونه یې درولي دي.
هغې زیاته کړې: «موږ ژمن یو، چې په افغانستان کې پاتې شو؛ ترڅو د بې ځایه شویو مېرمنو، نارینهو او ماشومانو ملاتړ وکړو او ډاډ ترلاسه کړو، چې د لسیزو جګړو څخه اغېزمنې شوې ټولنې شاته پاتې نه شي.»
راپور وړاندې کاږي، چې د روان زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې راهیسې دغه شورا اړه شوې چې خپل دوه مرکزونه د بودجې د کمښت له امله وتړي.
راپور زیاتوي، چې دغه مرکزونه د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو افغانانو په ملاتړ کې خورا مهم رول لوباوه.