د ویښتانو په خرڅلاو کې ښکیل کسان د طالبانو له سخت چلند سره مخ دي
په کابل کې یوه ښځه چې د امنیتي دلایلو له امله خپل اصلي نوم نه څرګندوي، هر ۱۰۰ ګرامه ویښته په شاوخوا دریو ډالرو پلوري، چې دا د هغې پر میاشتني سل ډالره معاش یوڅه نوې پیسې اضافه کوي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د فاطمې په څېر ګڼو ښځو د خپلو کورونو اضافي د سر ویښتان پلورل او ښه عاید یې درلود، خو تیر کال یوه بندیز ۲۸ کلنه فاطمه او نورې ښځې اړې کړې، چې له شاور وروسته او د ویښتانو د اصلاح په سالونونو کې اضافي ویښتان په پټه وپلوري.
فاطمه وایي: « زه دې پیسو ته اړتیا لرم. زه کولای شم خپل ځان ته څه شی واخلم یا د کور لپاره توکي واخلم».
دا ښځه چې خپل اصلي نوم د امنیتي ستونزو له امله نه څرګندوي، هر ۱۰۰ ګرامه ویښته په شاوخوا دریو ډالروپلوري.
د ویښتو پیرودونکي چې غواړي دا ویښته د ویښتینو خولیو لپاره بهر ته صادر کړي ددغو ښځو د کورونو تر دروازو ورځي.
په دې پیرونکو کې یو تن نارینه، چې له نومښودنې ډډه کوي، فرانس پرېس ته ویلي، چې ویښتان پاکستان او چین ته لیږدوي.
طالبانو پر ښځو شدید بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو په وینا د جنسیتي تبعیض پالیسۍ یې خپلې کړې دي. دوی ښځې او نجونې له پوهنتونونو او ښوونځیو منع کړې دي، چې کاري فرصتونه یې هم له لاسه ور کړي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الله اسلام خیبر فرانس پرېس ته ویلي، « موږ باید د هغې بڼې، چې الله انسانانو ته ورکړې ده، درناوی وکړو او وقار یې وساتو». هغه وویل چې د ویښتو سوداګري په هېواد کې معمول شوې او اوس « د بدن د غړو خرڅول منع دي».
د ویښتو پلورل تر دې حده حساس شوي چې د امربالمعروف وزارت په کابل او کندهار کې په ټنونو سوځولي دي.
خو فاطمه له دغو بندیزونو، نه ویریږي او وایي چې کله طالبان جوماتونو ته لمانځه ته ځي، نو هغه پټه د ویښتانو غونډولو ځای ته ځي او ویښتان سپاري.
په کابل کې یو پټ سالون چې دوه زړې چرمي څوکۍ پکې اېښې، په اونۍ کې یوازې څلور پیرودونکي لري.۴۳ کلنې کونډې نرګس له ۲۰۲۱ کال مخکې هره ورځ دلته پنځه او شپږ ښخینه پیرونکي لرل. اوس هغې ته یوازې بډایه میرمنې د سینګار او ډول لپاره ورځي.
۳۳ کلنه کونډه وحیده، چې خاوند یې په ۲۰۲۱ کال کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی، تل په دې فکر کې ده، چې څنګه به خپلو دریو اولادونو ته خواړه برابروي. هغه لاهم د خپلې اته کلنې لور او خپل سرتوی شوي ویښتان راټولوي، چې په بیاتي له پرې شویو ویښتانو ارزښتناک دي.
دغه وزګاره افغانه مېرمن چې اوس یوازې په مرستو ژوند کوي، دا ویښته په پلاستیکي کڅوړه کې ساتي، چې وروسته یې وپلوري.
طالبانو د ویښتانو د پېرلو په تور په یو شمېر ولایتونو کې د ویښتانو پېرونکي نیولي او راټول شوي ویښتان یې سوځولي دي.