د طالبانو د مالیې وزارت: تېرکال د زرګونه ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخنیوی شوی

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه بیان کې ادعا کړې، چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په بهیر کې د دغه وزارت د څارنې کارکوونکو د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې ۵۲ زره او ۲۹۲ ټنه توکي کشف او نیولي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې زیاته کړې، چې په ترلاسه شویو قاچاقي توکو کې طبي، زراعتي او یوناني درمل او همداراز خوراکي او غېرخوراکي شامل دي.

د طالبانو د مالیې وزارت په بیان کې راغلي، دا توکي په قاچاقي ډول او پر پټو لارو له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل، چې په دې پېښو کي تورن کسان هم‌مهاله اړوندو پلټونکو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د دغه وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي، چې د یاد وزارت د څارنې کارکوونکو د ۱۴۰۳ لمریز کال په موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۵۹ زره ټنه صادراتي قاچاقي توکي لکه زړه اوسپنه، د انسان ويښتان او نور توکي نیولي دي.

‏طالبانو ادعا کړې، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له‌خوا د هېواد په ګمرکونو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه شوې او په وینا یې، د قاچاقي توکو د لېږد رالېږد کلک مخنیوی شوی دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو مالیې وزارت څه موده مخکې هېواد ته د دوو اوونیو په بهیر کې د ۷۰ زره او ۸۶۲ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي و، چې دا توکي د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ترلاسه شوي او په وینا یې، قاچاق‌وړونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.