میانمار ۲ پر ۱ له افغانستان نه د اسیا فوټبال جام غوراوي لوبه وګټله

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال اسیایي جام ته د غوراوي په لومړۍ سيالۍ کې له میانمار څخه دوه پر یو ماته وخوړه. دغه لوبه د میانمار په يانګون ښار کې تر سره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ، افغان لوبغاړي امید پوپلزي د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې یو ګول تر سره کړ، خو د لوبې په ۲۸مه او ۷۵ دقیقه کې افغانستان دوه ګولونه وخوړل او د سيالیو له لومړۍ ماتې سره مخ شو.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سيالیو لپاره په پنځم ګروپ کې د سوریې، پاکستان او میانمار له لوبډلو سره سيالۍ لري.

افغان لوبډله ددغه ګروپ په دویمه سيالۍ کې له سوریې سره مخ کيږي.

د افغانستان د فوټبال په ملي لوبډله کې اویس عزیزي، امان الله سرداري، نجم حیدري، سلیمان زرمتی، حبیب الله عسکر، مصور احدي، رحمت اکبري، ذوالفقار نظري (لوبډلمشر)، امید موسوي، امید پوپلزي او فرید سادات شامل دي.

یو شمېر افغان لوبغاړو د پاسپورټونو او ویزو د نه درلودلو له کبله په دې سیاليو کې ګډون نه دی کړی.