د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه که خبرې او اسلام اباد په افغانستان کې څه غواړي؟
په تیرو څو میاشتو کې پښتونخوا کې د ټي ټي پي د مخ په زیاتیدونکو بریدونو نه پس په ظاهره د پاکستاني جنرالانو او طالبانو په مناسباتو کې تاوتریخوالی زیات شوی وو.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان باندې د برید او هلته د ترهګرو په ضد د پوځي عملیاتو غورې وکړې.
په طالبانو کې هم ځینې کسانو ځوابونه ورکړل او وویل چې خپل کور کې مو ورانی دی، هغه سم کړئ.
بیا پر ډیورنډ کرښه له یوې شخړې نه وروسته د تورخم دروازې د تړل کیدو پیښه وشوه. علت یې د طالبانو له خوا خپلې خوا ته د یوې پوستې په جوړولو لاس پورې کول و.
خبره ډزو او مرګ ژوبلې ته لاړه، دروازه اوویشت ورځې تړلې پاتې شوه، چې دواړو خواو ته تجارانو ډیر ستر مالي زیان ولید او عادي خلکو او په خاصه توګه مریضانو ته ډیر مشکلات پېښ شول.
څو جرګې په کې وشوې او بالاخره تر خبرو وروسته فعلن د دروازې په پرانستلو دواړه فریقه رضا شول او د مارچ میاشتې په یوویشتمه نیټه د تورخم دروازه پرانستل شوه.
کابل ته د پاکستان د سفیر لېږلو خبرې
د وړوکي اختر نه وروسته به د تورخم دروازې په مسایلو نورې خبرې کیږي، خو د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی صادق خان د تورخم د دروازې پرانستل کیدو سره سم کابل ته لاړ.
ته به وایې چې که بس دغې لحظې ته په انتظار وو او د ورتګ سره سم یې د طالبانو دخارجه چارو وزیر امیر خان متقي سره د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو مناسباتو خبرې وکړې.
په میډیا کې د خبرونو سره سم صادق خان طالبانو سره تش د دواړو هیوادونو کې موجود تاوتریخوالي د ختمولو په باره کې خبرې ونه کړې، بلکې هغه له طالبانو سره د دوه اړخیزو تجارتي او د سیاسي همکاریو د پراخولو په باره کې هم غږیدلی دی.
په میډیا کې چاپ خبرونه زیاتوي چې صادق خان طالبانو سره په راتلونکي وخت کې کابل ته د پاکستان د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار د سفر او د پاکستان له خوا کابل کې خپل سفارت ته د سفیر لیږلو د ارادې په باره کې هم مشورې کړې دي.
مطلب دا دې چه څو ورځې وړاندې د یوه بل تهدیدونکو او یوه بل ته د اختارونو ورکونکو غاړو تر مینځه مناسبات په واقیعت کې دومره خراب نه دی، څومره چې عالم ته ښکاریدل، خو استخباراتي لوبې هم دغسې وي.
لکه چې مو وړاندې هم څو ځله ویلي، د یوه بل سره مخالف او د یوه بل نه لرې ښکاره کیدل د پاکستاني جنرالانو او د طالبانو دواړو په ګټه وه.
طالبانو دې خبرې ته اړتیا لرله چې د ځان نه د ساخت پاکستان نخښې نښانې لرې کړي، پاکستان هم چې د ابرقدرتونو په وینا کوم نقش لوبوي، د خپلو خلکو نه د هغې وران کارۍ د اخفالپاره مجبور دی چې له تالبانو نه فاصله ونیسي.
مونږ او تاسو لپاره کله کله د دغې دلیل ردول ډیر ګران شي چې طالبان او پاکستاني جنرالان په دغو ظاهري شخړو او بریدونو کې یوه او بل ته د انسانانو د مرګ او ژوبلې تاوان هم وراړوي، خو په حقیقت کې د دغو لوبو لوبغاړي د انسانانو په مرګ او ژوبله دومره رای نه وهي.
په کال ۲۰۱۴کېد پیښور په یوه مکتب کې چې کله په یوه تروریستي برید کې ګڼ شمیر ماشومانو د وژل کیدو غمیزه پیښه شوه، نو د وژل شوو ماشومانو میاندو ډیره ژړا فریاد او پروتستونه وکړل. د دغو غمجنو میندو یو هیت چې کله پیښور کې د پاکستان د پوځ کول اردو د کومندان جنرال هدایت سره لیدنه کې ژړا او پروتست وکړ، نو جنرال ورته وویل چې ژاړئ مه، خیر دی نور ماشومان به وزیږوئ.
پاکستان ولې طالبان له لاسه نه ور کوي؟
د پاکستان او طالبانو د مناسباتو اساس د ابتدا نه استخباراتي او مرموز دی او تل یې ډیر ضدونقیض خصوصیات لرلي دي، نو د دغو مناسباتو په ظاهري بڼه غولیدل په کار نه دي او لږ څه په ژور نظر ورته لیدل پکار دي، پوښتنه دا ده چې اوس پاکستان په افغانستان کې څه غواړي؟
وړومبۍ خبره دا ده چې پاکستان که په خپله ډیرې غورې دپړې وکړي، خو هغه به هیڅ کله له طالبانو سره مناسبات قطع نه کړي، ځکه چې پاکستان د غرب په پیسو په افغانستان کې د طالبانو په پروژه کې ډیره پانګونه کړې ده. طالبان یې روزلي او تربیه کړي او د ستراتیژیکې ژورتیا د پالیسۍ د پلي کولو لپاره یې افغانستان ته استولي دي.
بله دا چې که امریکا، چین یا د نورو نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو لپاره د پاکستان کوم لږ ډیر اهمیت پاتې دی، هغه د افغانستان د ستراتیجیکې جغرافیه نه په نوي ساړه جنګ کې استفاده کې د پاکستان د جنرالانو نقش دی.
که پاکستان دغه نقش له لاسه ورکړي، نو هغه یو اقتصادي او مالي ورشکست سره مخامخ او په سیاسي بحرانونو کې ډوب یو ناکامه دولت دی،
ځینې خلک داسې فکر کوي چې د ټي ټي پي په مسله د پاکستان او د طالبانو مناسبات د تشنج انتها ته رسیدلي او غوڅیدو ته نزدې دي، خو خبره داسې نه ده.
د ټي ټي پي د فعالیت په باره کې دوه خبرې په ذهن کې ساتل پکار دي. وړومبۍ خبره دا ده چې پاکستان په دې ښه پوهیږي چې د ټي ټي پي اوسنی فعالیت د ابرقدرتونو تر مینځه د نوي ساړه جنګ برخه ده.
پخپله پاکستان هم په دې لوبه کې شریک دي. پنجابي جنرالان او د هغوی سیاسي ګوډاګي دغه شور او غوغا د خپلو اولسونو د تیرایستلو لپاره کوي.
دویمه خبره دا ده چې پاکستاني جنرالان خپل روزلي طالبان د پاکستان لپاره د اوږدې مودې خطر نه بولي، د هغوی لپاره اصلي خطر د پښتنو او بلوڅو ملتپالنه دهاو د مخ نیوي لپاره د طالبانو آیدیالوجیکه افراط ګرايي مفیده ګڼي او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو/پښتنو ملي هویت او ملي ګرايي په طالبانو باندې ځپي.
په پښتونخوا کې د اولسونو له خوا د پاکستان د پوځ په ضد غټ خود جوشه تظاهرات وشول، دغو پاڅونونو او تظاهراتو د پښتونخوا په جنوب کې ډیر شدت موندلی وو، نود ټي ټي پي ټوپکماران هغه برغولی دی چې په دغه سیمه کې د اولسي تظاهراتو او پاڅونونو د مخنیوي لپاره موثر نقش لري.
اخري خبره دا ده چې که پاکستان له طالبانو لاس واخلي، نو په سیمه کې نور هیوادونه د دغې تشې ډکولو ته شنه شړک ناست دي.
قطر، د عربو متحده امارات، ایران او هند ټول په دې پروژه کې دلچسپي لري، نو ځکه پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو په وسیله جوړ شوي خپل نفوذ نه هیڅ کله لاس نه وا نه خلي.