په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته پرانیستی لیک استولی

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانستي لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې ژر تر ژره د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

په دغه لیک کې راغلي، چې د کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو لړۍ هم ساده کړي.

په دغه دوه مخیز پرانیستي لیک کې چې په خواله رسنیو کې هم خپور شوی، په پاکستان کې د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدنې په تمه افغان کډوالو له هغه وغوښتل چې په سملاسي توګه د هغو افغانانو بېرته ستنول وځنډوي چې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره د ویزې غوښتنلیکونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو ته د وتلو لپاره (د مارچ ۳۱مه نېټه ) ټاکلې او هغه کسان چې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کارتونه لري، کولای شي چې (د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې) په دغه هېواد کې پاتې شي.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په داسې مهال د دغه هېواد لومړي وزیر ته پرانستی لیک استولی، چې نن پاکستانۍ رسنیو خبر خپور کړی چې د سند حکومت د بې‌اسناده او اې‌سي‌سي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

د دغو کډوالو اېستنه به د راروانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.