د کورمې د بګن اوسېدونکي: پاکستاني پوځیانو عملیات کې کورونه او جوماتونه بمبار کړل

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د بګن ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، له تېرې یوې اونۍ راهسې په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو عملیاتو کې د دوی کورونه او جوماتونه ویجاړ شوي دي. ټولنیزو رسنیو کې ویډيوګانې هم ښيي چې ځینې کورونه او جوماتونه په بمبار کې وېجاړ شوي دي.

د بګن سیمې ځینو اوسېدونکو نن دوشنبه «د وري ۴مه» وویل چې د ترهګرو د پاکولو په نامه دغه عملیات د بګن، مندوړي، اوچت، ډاډکمر، چارخیل سیمو کې روان دي.

د یو ځايي اوسېدونکي په خبره، د بګن اوسېدونکي د عملیاتو له پیلېدو وړاندې له دې سیمو وتلي دي او د کورمې بېلابېلو سیمو ته کډوال شوي دي.

د کورمې ځايي چارواکي وايي له دغو سیمو پخوا شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې او ځینې کورنۍ د هنګو کیمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

په دې روانو عملیاتو کې د پاکستان پوځ او پولیس برخه لري او دوی د هغو وسلوالو پرضد عملیات کويدي، چې په تېرو مذهبي جګړو کې ونډه درلود.

تر اوسه د ځایي خلکو د کورونو او جوماتونو د وېجاړېدو په تړاو پاکستاني يوځیانو څه نه دي ویلي.

د کورمې د تېرو میاشتو مذهبي تاوتریخوالي کې دا سیمې د جګړې میدان و.

بګن د کورمې ولسوالۍ له ګڼې ګوڼې ډک هغه بازار و، چې د مذهبي تاوتریخوالي له امله یې تېر کال د سلواغې په میاشت کې ټول دوکانونه وسوځول شول.