چین پلان لري چې په سپوږمۍ کې راډیو تېلسکوپ جوړ کړي
چین پلان لري، چې ډېر ژر په سپوږمۍ کې د راډیو تېلسکوپ جوړ کړي. دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د فضایي اکتشاف پر څو پروژو کار کړی او ډېر ژر سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي.
اوس چینایي ساینس پوهان د سپوږمۍ په هغه برخه کې چې له ځمکې نه لیدل کېږي د راډیو ټېلسکوپ د ځای پر ځای کولو پلان لري.
د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه راډیو ټېلسکوپ به په ۲۰۳۰ کال کې په سپوږمۍ کې ځای پر ځای شي.
د دې ټېلسکوپ په جوړښت کې ۷۲۰۰انتنونه دي او دا انتنونه به د ۳۰ کیلومترو په ساحه کې وغځول شي.
دا راډیو ټېلسکوپ هڅه کوي، چې د کایناتو په بېلابېلو رازونو پوه شي.
په سپوږمۍ کې د ټېلسکوپ لپاره به دا اسانه وي، چې د سیارو، کهکشانونو او تور سوړو څخه د راډیو سیګنالونه ترلاسه کړي.
تمه کېږي، چې د راډیو ټېلسکوپ جوړول به د چین له خوا د چینګ ای ۷ او ای ۸ ماموریتونو سره پیل شي.
د چانګ ای ۷ ماموریت به په ۲۰۲۶ کال کې سپوږمۍ ته او ای ۸ به په ۲۰۲۸ کال کې سپوږمۍ ته واستول شي.
دغه راډیو ټېلسکوپ به چین ته دا فرصت هم ورکړي، چې نوې سیارې کشف کړي چې د انسان د اوسېدو لپاره پکې امکان وي.
په ورته وخت کې به دا ټېلسکوپ د کایناتو د اصل په اړه د زده کړې فرصت وي.
د راپور له مخې، د دغه ټېلسکوپ د جوړولو چارې به په بېلابېلو پړاوونو کې ترسره شي.
په لومړي پړاو کې به د ۳ کلونو په موده کې به د وسایلو سره ۱۶ انتنونه نصب شي او د دې هدف لپاره به د چینګ ای لینډرونه وکارول شي.
په دویمه مرحله کې به د ستورمزلو لپاره د درې څخه تر پنځه کلونو پورې پلان بشپړ کړي.
په درېيم پړاو کې به ټول انتنونه نصب شي او تر هغه وخته پورې به په سپوږمۍ کې د چين د څيړنيزې اډې د جوړولو چارې هم بشپړې شي.