ازبکستان په پلازمېنه کابل کې د سوداګرۍ کور پرانیزي
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې له مزار شریف وروسته، په کابل کې د سوداګرۍ کور یا مرکز پرانیزي، چې په دغه مرکز کې به د ازبکستان ودانیز توکي نندارې ته وړاندې شي.
دا سوداګریز کور به ۵۷۰ مربع متره نندارځایونه او ۵۰۰ مربع متره ګودام ولري، چې د محصولاتو د ساتلو لپاره به کارول کېږي.
ازبکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه سوداګریز مرکز پرانېستل به د ازبکستان تولیدوونکو ته دا زمینه برابره کړي چې په افغان بازار کې خپل دریځ پیاوړی کړي او افغان شرکتونه به لوړ کیفیته ودانیز توکي په مستقیم ډول، له منځګړو پرته ترلاسه کړای شي.
ازبکستان له دې مخکې په مزار شریف کې هم ورته یو مرکز پرانېستی، چې درمل او برېښنایي تجهیزات وړاندې کوي. دغه مرکز ۲۲۰مربع متره ساحه پوښي.
د ۲۰۲۵ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۲۷۶.۲ ملیون ډالرو ته رسېدلی.