ملاله یوسفزۍ: د ماهرنګ بلوڅ نیول‌ د اندېښنې وړ ده او هغه باید سملاسي خوشې شي

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستاني پوځ له‌خوا د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅ د نیول‌کېدو په تړاواندېښنه ښودلې او د هغې د سملاسي خوشې‌کېدو غوښتنه یې کړه ده.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د وري ۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یو بیان کې ویلي، ماهرنګ بلوڅ د هغو مېلیونونو خاموشه ښځو او ماشومانو چې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په څېر سیمو کې د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي، استازې ده.

ملالې لیکلي دي: «ماهرنګ بلوڅ حق لري چې د زیانمنو او بې‌دفاع خلکو لپاره د اعتراض غږ پورته کړي. دا د هر فرد حق دی چې په سوله‌ییز ډول لاریون او د بشري حقونو په موخه د اعتراض غږ پورته کړي.»

هغې همداراز ټینګار کړی او زیاتوي، چې ماهرنګ باید سملاسي له توقیف څخه خوشې او اجازه ورکړل شي څو په ازاد ډول خپلو بشري حقونو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ملاله یوسفزۍ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پاکستاني پوځ د تېرې اوونۍ د شنبې ورځ پر سهار د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو د حقونو لپاره پر یوې اعتراضیه غونډې برید وکړ او د هغې په ګډون یې څو کسان ونیول.

پرون د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستاني پوځ له‌خوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو نیول‌کېدل ناقانونه بللی او د سملاسي خوشې‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دې سره جوخت نن د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي له جیونیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په دغه ایالت کې د هغو دولتي کارکوونکو پر وړاندې اقدامات کوي چې د دولت ضد فعالیتونو کې ښکېل وي.