د بلوچستان حکومت د دولت ضد فعالیتونو کې د ښکېلو کارمنانو پر ضد د اقدام پرېکړه کړې

د بلوچستان حکومت وايي په دغه صوبه کې به د هغو دولتي کارمنانو پر ضد ګامونه اخلي، چې د دولت ضد فعالیتونو کې ښکېل وي. دا پرېکړه د بلوچستان د سر وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ د لوړ رتبه چارواکو په غونډه کې شوې ده

د جیو ټلوېزیون د رپوټ له مخې د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي بلوچستان کې د دولت ضد تبلیغاتو او فعالیتونو کې د ښکېلو دولتي کارکوونکو پر ضد د اقدام پرېکړه کړې ده.

سرفراز پګټي همدراز په دې ناسته کې ویلي چې له دې وروسته به په ټولو تعلیمي ادارو کې د پاکستان ترانه غږول کېږي او بیرغ به پورته کېږي.

سرفراز بګټي وايي چد هغو تعلیمي ادارو مشران چې دا حکمونو نه عملي کوي، باید له خپلو دندو استعفا ورکړي.

پګټي ټینکار وکړ، چې تګلاره د دولت له خوا ورکول کېږي، پلي کول يې د سیمه یزو مامورينو دنده ده.

د هغه په خبره، که کوم افسر د دولت تګلاره نه شي پلې کولاى، بايد په خپله خوښه استعفا وکړي.

هغه وویل چې له هر ډول سياسي فشار پرته به خپل ورسپارل شوى مسووليت ادا کړي.

د بلوچستان سر وزیر وويل د امنیت ټینکښت يې په لومړيتوب کې دی او ټول مسوولین باید په ټولو سیمو کې د حکومت واک ټینک کړي.

سرفراز بګټي وويل« دترهګرۍ په ضد جکړه د رياست د هر وګړي جګړه ده، چې بايد په ګډه مبارزه وکړو.»

د حکومت وروستیو پرېکړو سره هممهاله په بلوچستان کې هم د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه ډېر شوي او هم د دې صوبې په مرکز کې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو پرلت روان دی.

په بلوچستان کې د بلوچ ارمي وروستي خونړیو بریدونو وښوده، چې ځايي حکومت د امنیت په ټینکښت کې پاتې راغلی دی او ورځ تربلې د وسلوالو بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.