عباس عراقچي: افغان کډوال به په تدریج او باعزته ډول ستانه کړای شي
د ايران د بهرنيو چارو وزير له طالبانو سره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی چې د افغان کډوالوپر ستنولو متمرکزه ده. عباس عراقچي وايي، د دې طرحې له مخې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير تدريجي او په باعزته ډول ترسره شي.
سيد عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ ایرنا اژانس ته په مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره یې په لیدنو کې د غيرقانوني افغان کډوالو د وتلو پر اړتيا مفصل بحث کړی او دواړو خواوو ټينګار وکړ چې ايران ته په غير قانوني ډول داخل شوي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
عراقچي زياته کړه: « تر ټولو مهمه مساله د کډوالو د بېرته ستنېدو په بهير کې د دغه بهير مديريت دی. موږ له افغان حکومت سره په مشوره کې يو، څو دا بهير په اصولي او منظم ډول ترسره شي».
عراقچي وايي، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د افغان کډوالو د تدريجي او باعزته بېرته ستنېدو لپاره يوه ګډه طرح چمتو او عملي شي.
نوموړي وويل: « دا ډېره مهمه ده چې افغان لوری د دې کډوالو د منلو او جذب وړتيا ولري. اوس مهال افغان چارواکي د دغه بهير د تطبيق لپاره پلان جوړوي او د همدې له مخې به دا کسان په تدريجي ډول له هېواده ووځي».
د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، افغانستان بايد دا توان ولري چې دغه کسان په سمه توګه جذب کړي او د دوی د منلو زمينه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې، « موږ نه غواړو چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دواړو هېوادونو لپاره يوه ټولنيزه ستونزه جوړه شي. زموږ لپاره مهم اصل دا دی چې دا بهير د يوې منطقي او معقولې سيمهييزې تګلارې پر بنسټ ترسره شي».
د ایران بهرنيو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز ریيس نادر يار احمدي په وينا، دا مهال شاوخوا ۶ ميليونه بهرني وګړي، چې زياتره يې افغانان دي، په قانوني او غيرقانوني ډول په ايران کې ژوند کوي.