پر قبایلي سیمو طالباني اغېز؛ هلته د پاکستاني حکومت د ادغام بهیر د لغوه کېدو غوښتنې شوې دي
د نیویارک ټایمز په یوې خپرې کړې مقاله کې راغلي، پر دیورنډ کرښه پرتې پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې د تاوتریخوالي او سختدریځۍ له زیاتوالي سره مخ دي چې د سیمې اوسېدونکي یې سخت اندېښنمن کړي دي.
دغه سیمې چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما لهخوا «د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای» په نوم هم یادې شوې وې، د ۲۰۱۸ کال له اصلاحاتي پروګرامونو وروسته پاکستان له بنسټیزو سیاسي او قانوني جوړښتونو سره یو ځای کړې دي.
پاکستان د اقتصادي ودې او د تاوتریخوالي د کمېدو ژمنې کړې؛ خو لیدل کېږي چې دغه ژمنې نه دي عملي شوي.
د طالبانو له واک ته ستنېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال راهیسې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو نوې څپه پیل شوې.
د نړۍوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د ترهګریزو بریدونو له امله له « ۱۰۰۰ کسان قبایلي سیمو کې» وژل شوي په داسې حال کې چې دغه شمېره په « ۲۰۱۹ کال کې ۲۵۰ » وه.
یاد انسټیټیوټ پاکستان د نړۍ دویم هېواد ګڼي، چې ترهګرۍ سخت اغېزمن کړی دی.
تاریخي عوامل او نړۍوال نفوذ
کارپوهان باور لري، چې د قبایلي سیمو ستونزې د استعماري دورې له سختو قوانینو سرچینه اخلي.
د سیمې جغرافیوي موقعیت دا ځای د نړۍوالو سټراټېژیکو لویو لوبو برخه ګرځولې ده.
نیویارک ټایمز خپره کړې مقاله کې کاږي، د پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو یو ځای کول د ځايي اوسېدونکو ستونزې او ننګوونې نه دي حل کړي.
د قبایلو سیمو ځیني مشران او وسلهوالې ډلې اوس د دغه ادغام د بېرته لغوه کېدو غوښتونکي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) چې د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پر ضد پراخ، پراخ وسلهوال فعالیتونه کوي، د دې پروسې یو تر ټولو سر سختي مخالفین ګڼل کېږي او غواړي چې پر دغو سیمو خپل واک ترلاسه کړي.
د مومندو اېجنسۍ یو ټولنیز فعال نور اسلام صفي له قوله د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي:« د پاکستان حکومت موږ ته د پرمختګ، سولې، کار موندنې او عادلانه نظام ژمنې راکړې؛ خو دا ټولې ژمنې دروغ ثابتې شوې».
د قبایلو جغرافیایي اهمیت او تاریخي محرومیت دا سیمې د ترهګرۍ او ناقانونه فعالیتونو پر مرکز بدلې کړې دي.
د شوروي اتحاد پر ضد د ۱۹۷۹ کال جهاد، د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر ۱۱مې بریدونه او واک ته د افغان طالبانو بیا ځل واک ته رسېدل ټول هغه عوامل دي، چې د دغو سیمو امنیتي وضعیت یې ترینګلی کړی دی.
ناکامه اصلاحات او دوامداره بې ثباتي
د نیویارک ټایمز خپره کړې مقاله کې زیاته شوې، د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ کال د اصلاحاتو له لارې د دغه سیمې وضعیت د ښه کولو هڅه وکړه؛ خو د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د سخت دریځو ډلو فعالیتونه پکې لا زیات شول.
«ټيټيپي» په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې د خوندي پناه ځایونو او پرمختللو وسلو په ترلاسه کولو په قبایلي سیمو کې خپل بریدونه پراخ کړي او چټک کړي دي.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې د خېبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې.
یوازې د تېر ډېسمبر په میاشت کې پاکستاني طالبانو د سوېلي وزیرستان په سیمه کې ۱۶ پاکستاني سرتېري ووژل.
د دغه بریدونو په ځواب کې پاکستاني پوځ د افغانستان په پکتیکا ولایت کې هوايي بریدونه وکړل، چې له کابل سره یې اړیکې خورا ترینګلې کړې.
په ورته وخت کې د فرقوي تاوتریخوالي پېښو هم زور اخیستی.
په کورمې ولسوالۍ کې چې له کابل سره ۵۰ میله واټن لري، د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د فرقهيي شخړو له امله تر ۲۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. همداراز داعش خراسان ډلې (ISIS-K) هم په باجوړ کې تازه بریدونه کړي دي.
د بدلون نیمګړي ګامونه
سره له دې چې تمه وه له خېبر پښتونخوا سره د دغې سیمو د یو ځای کېدو له کبله به حالات ښه شي؛ خو د امنیتي ځواکونو له کافي حضور سره، سره د عدلي نظام د کمزورۍ او د مالي سرچینو د کمښت له امله دغه بدلون بې پایلې پاتې شوی دی.
قبایلي سیمو کې د پرمختیایي پروژو لپاره د پاکستان ټاکل شوی ۵۶۳ مېلیونه ډالري بودجه کمه شوې، چې دې چارې د سیمې پرمختیایي فرصتونه هم محدود کړي دي.
نامعلوم راتلونکی
د سیمې ځیني اوسېدونکي لا هم د اصلاحاتو تمه لري؛ خو ځیني نور یې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
شنونکي خبرداری ورکوي، چې که اصلاحات رانشي د سیمې کنټرول به د سخت دریځو ډلو لاس ته ولوېږي.
نیویارک ټایمز د پراختیايي چارو کارپوه نوید احمد شینواري په حواله لیکلي:« د قبایلي سیمو ناڅاپي یوځای کولو پروسه، چې له تدریجي پلان پرته عملي شوه؛ د سل کلن استعماري نظام د بدلون لپاره بسنه نه کوي».
د سیمې خلک د عدلي نظام له ناکامۍ سر ټکوي. د شریاز احمد په نوم یو اوسېدونکی وايي:« زموږ دودیزې جرګې یو قضیه په څو ورځو یا میاشتو کې حل کوله؛ خو د پاکستان رسمي محکمې کلونه نیسي چې یوه پرېکړه صادره کړي».
په داسې حال کې چې د ترهګرۍ نوې څپه پاکستان ته جدي ګواښونه متوجه کوي، د دې سیمو ستونزې نه یوازې د پاکستان ملي امنیت ته؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.