طالبان: تېر کال مو ۲ مېلیونه او ۶۰۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي

د طالبانو د معلوماتو او احصایې اداره وایي، په ۱۴۰۳ کال کې یې لږ تر لږه ۲ مېلیونه او ۶۳۴ زره او ۶۰۰ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي چې له دې ډلې څخه یې ۱۹۳۰ زره نارینه او ۷۰۵ زره یې ښځو ته ورکړې دي.

دغې ادارې نن یکشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې په کابل کې ۶۶۰ زره، په کندهار کې ۱۹۰ زره، په هرات کې ۲۰۰ زره، بلخ کې ۱۷۰ زره او همدا شان یې په ننګرهار کې ۱۲۰ زره پېژندپاڼې وېشلې دي.

دغې ادارې زیاته کړې ده، چې د برېښنایي تذکرو د وېش د بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۱۵مېلیونه او ۵۶۸ زره کسانو پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

د طالبانو د احصایې ریاست لیکلي، چې د دغو پېژندپاڼو د وېش بهیر د افغانستان په ۷۳مرکزونو کې روان دی.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۲کال په پای کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې درې میېلیونه او ۱۲۴زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دغې ادارې په خبره، په دې موده کې نارینه‌و ته ۲ مېلیونه او ۶۸زره او ښځو ته یو مېلیون او ۵۶زره پېژندپاڼې وېشلې دي.

د یادولو وړ ده، چې یاده پروسه کې له ډېرو جنجالونو وروسته بالاخره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د ۱۳۹۷کال د غویي په میاشت کې پیل شو او د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی کس و چې د پېژندپاڼې دغه سند یې ترلاسه کړ.

دغه راز يو شمېر پخوانيو دولتي چارواکو هم له دې وړاندې څو ځله ادعا کړې وه، چې ګواکې دغې ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په سرحدي سيمو کې په زرګونه بهرنیو وګړو ته د هويت دغه کارتونه وېشلي دي.